ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دبلوچستان په سرښار کوټه کې وسله والو د پولیسو مرستیال مشر په ګډون څلور پولیس والا وژلي دي. د چارواکو په وينا د قايد اباد پر ایس، ايس، پي مبارک شاه او ورسره پوليسو سرتېرو نن هغه مهال ډزې وشوې چې دوی په دېبه کلي کې په ګزمه وو.
په بلوچستان کې د ډېر باران له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او په لوی شمېر کورونو او دوکانونو ته مالي زیان رسېدلی دی.
په کوټه کې د پاکستانیو امنیتي سرتېرو له خوا د انټرنېټي جرم [سایبر کرایم] په تور یو نیول شوی ځايي خبریال ظفر الله خان اڅکزی و فدرالي پلټنې ادارې (اېف ای اې ) ته د شپږ نورو ورځو پلټنو لپاره سپارل شوی دی.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پبلک اکاونټ کمیټي چیېرمېن عبدالمجید خان اڅکزی د چارشنبې په ورځ په کوټهکې د ترهګرۍ ضد عدالت ته د پولیسو تر سختې څارنې لاندې وړاندې کړل شو.
په کوټه کې د دوشنبې پر ورځ د کوچني اختر لمونځ وشو او خلکو یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې. په ښار کې د جمعې ورځې تر برید وروسته، امنیتي اقدامات شوي ول چې د ناوړه پېښو مخنیوی وشي. ویډیو وګورئ.
د بلوچستان د پولیسو د مشر دفتر مخې ته د شوې چاودنې په اړه د پلټنو لپاره یو ځانګړې ډله له لاهور څخه کوټې ته ځي. دا ډله به په دې چاودنه کې د کارول شوي موټر او بارودي موادو جاج اخلي.
د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناالله زهري د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې هلته دې تعلیمي ادارې ټولې وتړل شي.
په کوټه کې د بلوچستان پولیسو مشر دفتر مخې ته په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی
بلوچستان اسمبلۍ کې د حز ب اختلاف غړي سردار عبدالرحمان کېتراڼ ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د حزب اختلاف له غړیو سره لوی زیاتوب شوی دی او ویلي یې چې د هغه په خپله حلقه کې د پرمختیا روانو پروژو لپاره پانګه نه ده اېښودل شوې.
د پاکستان پیپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري بېګا ماښام په کوټه کې یوې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې چې د وزیر اعظم نوازشریف حکومت د ناسمو تګلارو له امله په ځوانانو کې د بغاوت رجحان زیات شوی دی.
د بلوچستان په ساحلي ښارګوټي جیوني کې پر موټر سایکلونو سپرو وسله والو په یوه برید کې د پاکستان سمندري پوځ دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
کوټه: د بلوچستان حکومت وايي ، په وړاندې کړي بجټ کې یې د خسارې پوره کولو لپاره لارې چارې لټولې دي.
بلوچستان حکومت د راتلونکې کال لپاره د۳۲۸ ارب روپیو بودیجه وړاندې کړې چې پکې د تعلیم او روغتیا ودې لپاره نه یوازې پیسې زیاتې شوې دي بلکې د امنیت خونديکولو لپاره یې یوه لویه برخه ځانګړې کړې ده.
داسې ښکاري چې داعش د پاکستانیو پوځي عملیاتو په غچ کې برمته چینایان وژلي دي.
د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د ځوانو ډاکترانو سازمان غړو په کوټه کې مظاهره کړې. دوی وویل، ډاکتران د پیسو لپاره تښتول کېږي نو دوی دا احتجاج پر حکومت د فشار لپاره کوي چې ورته امنیت ورکړل شي. دوی وايي، که حکومت یې د حفاظت لارې و نه لټوي نو دوی به خپل احتجاج وغځوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په بلوچستان کې ډاکټران پر حکومت تور لګوي چې د دوی د حفاظت لپاره يې ځانګړي څه نه دي کړي نو ځکه د دوی تښتوونې دوام لري. له همدې امله پرون کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې مظاهره وکړه.
د شنبې (خالي) پر ورځ د چمن – سپین بولدک لاره بیا پرانیستل شوه. دا لار له شاوخوا درو اوونیو راهیسې تړل شوې وه. په چمن کې سوداګر وايي، د لارې تړل یې ژوند ډېر اغېزمنوي. مساپر وايي، پاکستان او افغانستان دې لارې نه تړي. تفصیل په ویډیو کې.
د مکران ډویژن کمشنر بشیربنګلزي مشال راډیو ته وویل چې تر پېښه وروسته امنیتي عسکر هلته تللي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکې څانګې – آی ایس پي آر – ویلي چې د افغان چارواکو په غوښتنه یې یاده لاره بیرته پرانستې ده.
د عبدالرحیم مندوخیل په جنازه کې د قامي مشرانو تر څنګ په زرګونه کسانو ګډون وکړ او د ده مباریزې ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې.
نور وښیئ