ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان د کوټې ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګندو وسلوالو په نوي کلي کې په یو کور ډزې کړي چې په پایله کې یې یو ماشوم او دوه مېرمنې وژل شوي او یوه بله ماشومه او مېرمن ژوبلې شوې هم دي.د سرحدي ځواکونو په وینا برید کونکي له بریده وروسته تښتیدلي دي، پولیسو د نامعلومو کسانو خلاف
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ایف سي ځواکونو مامورین وايي تېره شپه د پلټنو د عملیاتو پر مهال دوه وران کاري وژل شوي او څو نور ژوندي نیول شوي دي.
دبلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د فرنټیېر کور درې سرتېري په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.
د بلوچستان په مچ سیمه کې له کوټې و راولپنډۍ ته پر تلونکې اورګاډي جعفر اېکسپرېس پرله پسې دوو بمي چاودنو پنځه سواریان (مساپر) وژلي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي دي.
په کوټه کې پرون [ سېشنبه] وسله والو کسانو هزاره ټاون ته په لار د مسافرو یو موټر درولی او څلور هزاره ښځې یې وژلې دي. په پېښه کې یوه ښځه زخمي شوې هم ده.
د بلوچستان لومړي وزیر د بازي کاکړ قبېلې پر مزکو د نا قانونه قبضو جاج اخیستی او د نوموړې قبیلې مشرانو ته یې ډاډ ورکړی چې حکومت به یې هېچا ته پر ولسي زمکو د قبضې کولو اجازه ورنه کړي.
د بلوچستان وکیلانو د اګست د اتمې ځانمرګي برید پر ضد د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې کړي دي.
په کوټه کې د وکیلانو لاریون د های کورټ له ودانۍ څخه د بلوچستان اسمبلي مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره واويښت.
د عوامي نېشنل ګوند پر غوښتنه د اګست د اتمې نېټې د ځانوژونکي برید او حکومت په ضد نن د کوټې په ګډون د بلوچستان په زیاترو برخو کې کاربندیز دی. د کاربندیز له امله ټول پلورنځايونه او بازارونه بند دي او پر سړکونو د ګاډو شمېر کم تر سترګو کيږي. په دې اړه د ايوب ترين
د بلوچستان بېلابېلو وکیلانو اتحادیو پرېکړه کړې ده چې دوی به د پاکستان په ستره محکمه (سپریم کورټ) کې د اتم اګست د ځانمرګي برید په اړه د کېس دفاع کوي چې د اورېدو اعلان یې سپریم کورټ دوه اوونۍ مخکې کړی وو.
د سریاب پولیسو مشر عبدالله اپرېدي په وینا چې د نژدې شپږ کلوګرامه باروتو یو پټ کړل شوی بم په ریمورټ کنټرول الوځول شوی ته پټ کړل شوی وو.
د دوشنبې پر ورځ د افغانستان، ځېنو قبایلي سیمو او سعودي عرب په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده خو په پاکستان کې لوی اختر پر سېشنبه یا د نهې پر ورځ لمانځل کېږي. په بلوچستان کې هم اختر د سېپټېمبر پر ۱۳مه دی او ګڼ خلک د قربانۍ څارویو اخیستو ته منډیي ته ورغلي خو وايي، بیې یې لوړې دي. ویډیو.
په کوټه کې سوداګران وايي، د پاکستان حکومت ورته امر کړی چې له افغانستان سره ټولې کاروباري چارې دې د بانک له لارې کوي. دوی د یکشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر وخت مشال راډیو ته وویل، د دې امر له کبله دوی نشي کولای چې له افغانستان سره سوداګري وکړي ځکه چې هېڅ بانکي چینل وجود نه لري. تفصیل په رپورټ کې.
پاکستاني سوداګر وايي چې د خپل هيواد د يو نوي قانون له وجې يې د افغانستان او ايران سره تجارت بند شوی دی. د دغه کار له وجې له تېرو دوو ورځو راهيسې له پاکستانه يادو دوو ګاونډي هيوادونو ته مالونه نه دي تللي.
که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو بندېدو پس نن (پنجشنبه) بیرته خلاصه شوه خو د دغه بندیز له کبله د سلګونو غریبو او معذورانو خلکو روزګار هم سخت اغېزمن شوی وو. په هغوی کې یو ۴۵ کلن کلاخان دی چې په سترګو ړوند دی او د دولاسو په مزدورۍ خپلې کورنۍ ته ګوله ډوډ
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو تر بندېدو پس د زیارت/پنجشنبې ورځ بیرته خلاصه کړل شو. د دغه لارې په بیا پرانستلو دواړو غاړو ته سوداګرو خوښې ښودلې چې د اګست میاشتې له اتلسمې (۱۸ ) نېټې راهیسې پاکستان سرکار تړلې وه. د چمن – سپین بولدک لار له تړل کېدو دواړو غاړ
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو تر بندېدو پس د زیارت/پنجشنبې ورځ بیرته خلاصه کړل شو.
د چمن او سپين بولدک لار د ۱۴ ورځو تر بندېدو وروسته نن سهار پر ځايي وخت اووه بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه. د چمن اوسېدونکي وايي، د دواړو خواوو ولس د خوښۍ څرګندونه کوي او له داوړو خواوو د خلکو او کوچنيو او لويو ګاډو تګ راتګ پېل شوی دی. د چارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د امنيتي
د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ له کبله د چمن او بولدک پوله نن( چارشنبه) په ۱۴مورځ هم تړل شوې ده. د دې لارې د بېرته پرانستلو لپاره د سنېشنبې په ورځ د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ څلورمه غونډه هم بې نتیجې پای ته ورسېده. افغان چارواکي وايي، دا پوله پاکستان تړلې
د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن پولې د بنديدو نن ديارلسمه ورخ ده چې له وجې يې د دواړو خواوو خلکو ته ګڼې ستونزې ورپېښې شوي دي. د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دې لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ، کنټېنرې او نور موټرونه ولاړ دي.
نور وښیئ