ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د جون پر ۱۲مه د عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ او د ملي جمهوري غورځنګ پلويانو د لاريون پر مهال د ښار له بېلا بېلو سیمو څخه تر تېرېدو وروسته د کوټې په باچا خان څلور لاره کې مظاهره وکړه.
په اتحاد کې عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام، پښتونخوا نېشنل عوامي پارټي، هزاره ډېموکریټېک ګوند، نیشنل پارټي او نیشنل ډېموکراټېک موومنټ شامل دي. ترغونډې وروسته د دې ګوندونو مشرانو په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې هدف يې په بلوچستان کې د لادرکه کسانو او د ترهګرۍ مسلو ته حل موندل دي.
د جون پر اتمه، په کوټه کې د دې سروې په اړه یو سمینار و شو چې پکې د تعلیم کارپوهانو ګډون وکړ. هغوی وویل چې د زده کوونکو د تعلیم کچه د توقع څخه ډېره کمه ده.
د پرلتوالو په خبره، د پرلت کمېټۍ دغه مشران د جون پر څلورمه ماخوستن مهال د چمن ډېپټي کمېشنر راجه اطهر عباس خپل دفتر ته د خبرو لپاره ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل.
پرلتوالو د خپلو غوښتنو په حق کې شاوخوا يوه میاشت وړاندې د کوږک د ګړنګ په غره کې د هرډول ګاډو پر مخ لاره تړلې وه.
په بلوچستان کې د کانونو مشر څارونکي عبدالغني شاهواني رسنيو ته ويلي چې پېښه د جون پر دریمه د کوټې په ليرې پرته سيمه سنجيدي کې رامينځ ته شوې ده.
د پېښې ضد کانکیندونکو د جون پر درېیمه په دوکۍ له ناصر اباده لاریون پیل کړ او د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته یې په پرلت بدل کړ. پرلتوالو غوښتنه کوله چې په پېښه کې تورن کسان دې ونیول شي.
د جرګې ګډونوالو وویل چې په کستووي او سمبازه کې دې پوځي عملیات ودرول شي او له دانه سر څخه دې د سرحدي عسکرو چیک پوسټونه ليرې کړل شي او عادي خلکو او سوداګرو ته دې په ازاده توګه د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د یادې سیمې خلکود مې پر ۲۴مه د ناامنۍ د پېښو پرضد د ضلعې په مرکز او سنځاوۍ تحصیل کې کاربندیز او احتجاج وکړ.
احمد ظاهر، مولا داد سلطان، حضرت علي او حبیب الله په هغو څلورو خبریالانو کې دې چې پرضد يې مقدمې دایرې شوې دي.
ضلعي انتظامیې ویلي چې د خالي پر ورځ د پریس کلب په ګډون په شاوخوا ځینو نورو ودانیو کې د بم اېښودنې اطلاع وه، چې له امله یې بم ناکاره کوونکي ادارې هلته ورغللې او د پریس کلب په ګډون ځینې ځایونه یې د څه وخت لپاره وتړل.
د بلوچستان اعلا وزير میر سرفراز بګټي د مې پر ۱۵مه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت به د یو یو کرنيز کوهي لپاره کروندګرو ته ۲۰، ۲۰ لکه روپۍ ورکوي.
د سرکاري پلاوي مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي ويلي د احتجاج کوونکو وړانديزونه به د صوبې اعلا وزير ته رسوي. نوموړي د مې پر ۱۳مه د امريکا غږ ډيوه راډيو ته وويل چې دا مسله په داسې طریقه هوارول غواړي چې ریاست او پرلتوال دواړه تاوان ونه کړي.
د مې ۱۲مې په ماښام د لانګو په مشرۍ د حکومتي پلاوي او د صادق اڅکزي په مشرۍ د پرلتوالو کمیټۍ د مشرانو ترمینځ خبرې وشوې. په حکومتي پلاوي کې د کورنیو چارو صوبایي سیکرتر، د صوبې د پولیسو مشر او د صوبایي اسمبلۍ سپيکر کېپټن عبدالخالق شامل دي.
د ګوادر د پوليسو تاڼې مشر محسن بلوڅ ځايي رسنیو ته ویلي چې د سربندن په سيمه کې ناڅرګنده وسلوالو پر هغه کور حمله وکړه چې پکې ۷ مزدوران اوسېدل.
د چمن پرلتوالو د پرلت تر څنګ دا نور احتجاج له هغه وروسته پیل کړ چې د دوی په وینا، ایف سي ځواک یې د مې پر دریمه پر کېمپ په برید کې یو تن وواژی او لس نور یې ټپیان کړل
د چمن د پرلتوالو وياند صادق اڅکزي د مې څلورمې پر ماخوستن له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې دوی چې د غرمې ډوډۍ خوړلو ته تللي ول نو د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کیمپ برید وکړ، خیمې یې وسوځولې او پر احتجاجیانو یې ډزې وکړې.
نور وښیئ