بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
منظور پښتین د بنو جانيخېلو جلسې ته په وینا کې وویل، "موږ خدای پیدا کړي یو ، موږ جنرالانو نه یو پیدا کړي چې د دوی په خوښه به ځو او د دوی اطاعت به کوو."
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) او ډاکټران وايي، د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره پر نورو لارښوونو د عمل کولو تر څنګ تمبوزکونه یا ماسکونه په مخ کول هم اړین دي. د برازیل یو هنرمند داسې ماسکونه جوړوي چې که خلک یې واغوندي هم نو نور خلک یې پېژني چې دا څوک دی. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي
منظور پښتین وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د رنګ او نسل پر اساس له خلکو د کرکې لپاره نه دی جوړې شوی بلکې د ده په وینا، پښتانه یوازې د هغو خلکو خلاف دي چې پښتانه وژني او کورونه یې ورانوي.
پاکستان جمهوري تحریک وايي پر وزیراعظم عمران خان غږ کړی چې زر تر زره دې استعغا وکړي چې په ملک کې له سره شفاف انتخابات وشي.
د سعودي عرب حکومت اعلان کړی دی چې بهرنیو کارګرانو ته د اسانتیاوو لپاره یې په کفاله نظام کې یو شمېر بدلونونه راوستي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د پښتنو پر خاوره د روانې بدامنۍ مخنیوي غږ پورته کولو لپاره به د نومبر پر ۱۵مه د شمالي وزیرستان په میرامشا کې جلسه کوي.
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف دا څرګندونې د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته له لندن څخه په وینا کې وکړې.
د بلوچستان حکومت د هغه طریقه کار ختمولو پرېکړه کړې چې له مخې به یې د صوبې سرکاري روغتونونو ته د صوبايي حکومت له خوا دوایانې ور لېږل کېدې.
د کوټې پښتو اکېډمۍ د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې خلکو د ته پښتو ژبې لیک لوست ور زده کولو لړۍ پيل کړې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د پاکستان پوځ په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو تر بریدونو وروسته پر عام او بېګناه ولس تشدد کوي.
په دې لاریون کې شریک کسان له لورالايي څخه د کوټې پر لور پر پښو روان شوي دي. دوي غوښتنه کوي چې حکومت دې د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره جدي او ګړندي ګامونه پورته کړي.
د پښتو ادبي او فرهنګي ټولنو ترڅنګ یې پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په یو شمېر ښارونو کې په غونډو او اتڼ لمانځي.
د پاکستان زیاتره لویو اپوزېشن ګوندونو د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د حکومت ضد غونډې پر مهال د ملک د نورو حالاتو تر څنګ د بلوچستان په اړه هم د یو شمېر بدلونونو غوښتنه وکړه.
د امریکا نړیواله پرمختیايي اداره – یو ایس اېډ – د خوارک او زراعت نړیوال سازمان په مټ د خیبر پښتونخوا په څلور او د بلوچستان په څلور ضلعو کې د انګورو باغ کرلو لپاره له کروندګرو سره مرسته کوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان له لارې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړي اعلان کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي ، پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو تر دې ځایه را رسولو کې رول لوبولی دی
د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې د صحت کارډ په نامه بیمه یا هیلت انشورنس به اوس د صوبې د ټولو سیمو وګړو ته ورکړي.
د بلوچستان حکومت وايي، دا خبره بې ځایه ده چې ګواکې دوي د جعلي لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل موضوع له پامه غورځولې ده.
نور وښیئ