بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د لکي مروتو د ښار یا سېټي تاڼې چارواکو مشال راډیو ته د ابتدايي تحقیقاتي رپورټ (اېف ای ار) نقل ورکړی دی چې پکې لیکل شوي چې وسلوال پر موټرسایکل سپاره ول او د سېپټېمبر پر اوومه یې تر ماخوستن لمانځه وروسته صفي الله او نوید الله په اباخېلو کې د کور مخې ته وویشتل.
د اګست پر ۳۰مه په راولپېنډۍ کې د پیل شوې دې پينځه ورځنۍ ټیسټ لوبې پر لومړۍ ورځ د باران له کبله لوبه نه وه شوې خو بیا هم په پاتې څلور ورځو کې تر دلچسپې لوبې وروسته بنګلادېش د سېپټېمبر پر درېيمه په شپږو وېکټونو بریا ترلاسه کړه.
په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اګست پر ۲۷مه په کوټه کې د بلوچستان له اعلا وزیر سرفراز بګټي سره شریکې خبري غونډې ته ویلي چې دوی په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو اراده نه لري خو د ده په وینا، "د ترهګرو له مينځه وړلو لپاره به وفاقي حکومت د صوبايي حکومت د هرې پرېکړې ملاتړ کوي."
د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ د ټیسټ کرکټ دا لوبه د اګست پر ۲۱مه د پنجاب په راولپنډۍ کې پیل شوې وه او د اګست پر ۲۵مه په وروستۍ ورځ د بنګلادېش په بریا پای ته ورسېده.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو وايي، حکومت چې له پرلتوالو سره کومه وعده کړې وه پر هغه ولاړ دی.
نوموړي وړاندې وویل چې لومړی به د هغو کورنیو معلومولو لپاره یوه کمېټي جوړېږي چې په رښتیا یې هم خپلوان لادرکه او دوی مرستې ته اړتیا لري.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر شپږمه د پزشکیان تر بریا وروسته پر اېکس، چې پخوا ټوېټر بلل کېده، لیکلي چې د پاکستان او ایران د دوه اړخیزه تعلقاتو د "لا پیاوړي کولو" او "سیمه ییز امن او ثبات ته د ودې ورکولو" لپاره له نوموړي سره "له نېږدې کار کولو ته سترګې په لاره" دی.
د پاکستان دولتي راډیو د جون پر ۳۰مه لیکلي چې ټاکل شوې چې روغتیايي کارکوونکي د هغه ځانګړي پینځه ورځني کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۹.۵ مېلیونه ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.
د پانډیانو یا په ځایي اسطلاح لغړیانو اتحادیه وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو له ۱۷ څخه تر ۲۰ زرو یوازې هغه کسان بې روزګاره کړي دي چې په ورځ کې به یې پر پوله په شا سامانونه وړل او راوړل.
هند او بنګله دېش د سوپر اېټ په لومړي ګروپ کې دي. هند د دې پړاو له درو لوبو څخه یوه کړې او ګټلې ده او بنګله دېش یوه لوبه کړې او هغه یې بایللې ده.
د ګیانا هیواد په مرکز جارجټاون کې ترسره شوې دې لوبه کې افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سر ۱۵۹ منډې وکړې.
د کویلې د کانونو مالکان وايي، اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي.
دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۲مه د بشري حقونو په اړه په خپل کلني رپورټ کې پر پاکستان ګڼ تورونه پورې کړې دي چې ګواکې په پراخه کچه یې بشري حقونه تر پښو لاندي کړي او د بشري حقونو مبارزین یې سخت ځوروولي دي.
د بلوچستان پر لویو لارو د حادثو پر وخت د خلکو ژغورونکې اداره ۱۱۲۲ وايي، په بلوچستان کې د ناامنیو پرتله په ټرېفیک حادثو کې زیات خلک وژل کېږي.
په بلوچستان کې دا وخت پاکستان پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن)، بلوچستان عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې شریک دي. تر دې وړاندې هغه حکومتونه زياتره وخت د خپل واک تر مودې بشپړه کېدو وړاندې مات شوي چې بېلا بېلو ګوندونو په شريکه جوړ کړي ول.
نور وښیئ