بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
هند د اکتوبر پر ۲۳مه د پچې تر ګټلو وروسته پاکستان ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه او هغوی په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.
د نړیوال کپ د لومړۍ ورځې دویمه لوبه د نیدرلېنډز او متحده عرب اماراتو ترمینځ وه چې نیدرلینډز وګټله. متحده عربي اماراتو په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې. په ځواب کې نیدرلینډز په وروستي اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ.
د روسیې له خوا د اوکراین د پلازمېنې په ګډون پر یو شمېر ښارونو بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې ځینې داسې ودانۍ هم لګېدلي چې عام خلک ژوند پکې کوي. د روسیې په بریدونو کې تر هغه وروسته زیاتوالی راغلی چې د روسیې او کرایمیا ترمينځ پله باندې چاودنه وشوه. . .
د زده کوونکو سازمانونه وايي د پوهنتون انتظامیه دې په پیسو د داخلو ورکولو پر ځای د مفتو داخلو شمېر زیات کړي چې له غریبو زده کوونکو سره مرسته وشي.
امریکا او ملګرو ملتونو د سېپټېمبر پر ۲۹مه د روسیې د غونډې پلان غندلی دی. امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې هېواد به یې کله هم پر اوکراینۍ خاوره د روسیې قبضه په رسمیت و نه پېژني.
د دوی په وینا، که څه هم په ایین کې وزیراعظم د ملک واکمن دی خو په اصل کې نوموړی دومره واک نه لري چې پوځ او جاسوسي ادارې قابو کړي
پاکستانۍ رسنۍ وايي، شریف د سېپټېمبر پر نهمه اسلام اباد های کورټ ته حاضر شو او هلته ورڅخه مشر قاضي اطهر من الله د ورکو کسانو په اړه یوشمېر سختې پوښتنې وکړې.
په بلوچستان کې سېلاب کوټې او د صوبې نورو برخو ته د ګیس رسولو دوه لویې نللیکې لاهو کړې دي او د برېښنا ۲۲۰ ستنې یې وړې یا نړولې دي. د دې تر څنګ په مچ ضلع کې د اورګاډي یو تاریخي پل هم نړېدلی دی چې د بیارغونې چارې یې روانې دي.
په دې احتجاجي تحریک کې عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غوځنګ او نېشنل ډیموکرېټک موومنټ شامل دي.
په بلوچستان کې د سرکاري سکولونو د استادانو اتحادیې د اګست له دریمې د دې لپاره د نه خوړلو هړتال پیل کړی دی چې حکومت یې د ترقۍ او نورې غوښتنې ومني.
د دې ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د سري لنکا لوبډلې ته په اته وکټونو ماته ورکړه.
د بلوچستان د ټرانسپورټي چارو وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې په زیارت کې وژل شوي کسان "ترهګر" ول. دی وايي، "اوس به نو چې چېرې هم ترهګر وژل کېږي نو د هغوی لپاره به عدالتي کمېشن جوړېږي؟"
د پاکستان کرکټ بورډ دا بیان د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي هغه کلني کانفرانس په اړه ورکړی دی چې د جولايي پر ۲۵مه او ۲۶مه د انګلېنډ په برمنګهم کې ترسره کېږي.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې مشر نصیر احمد ناصر پر رابطه کولو سربېره له خبرو ډډه وکړه. خو د بلوچستان د زراعت وزیر اسدالله وايي، دوی تر خپله وسه د سېلاب ځپلو مرسته کړې ده.
په بلوچستان کې له شاوخوا شلو کالو راهسې د پشه کال یا وسې بارانونه د نه برابر دي چې له کبله یې د صوبې زیاتره ضلعې او په ځانګړې توګه پښتنه سیمه له سختې وچکالۍ سره مخامخ ده.
په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه روانه ده. په ۲۰۲۲ز کال کې د دې رپورټ تر خپرېدو په مجموعي توګه ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي.
حنا رباني کر په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړه او زياته يې کړه چې پاکستان د ناقانونه پيسو د څار نړيوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) د کاري پلان پر ټولو نکاتو عمل کړی دی.
د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې مشر ډاکټر مارکوس وویل چې دوی به پاکستان ته ځي او ګوري به چې ایا پاکستان په عملي توګه اصلاحات کړي او هغه په راتلونکي کې هم د برقرار ساتل کېدای شي.
نور وښیئ