راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعالانو او د جبري لادرکو شویو کسانو د کورنيوو غړيو د نومبر پر ۲۰مه د يوه ورځني پرلت پر مهال د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې امنيتي ځواکونه دې د خلکو له ورکولو څخه منع کړي. نور تفصیل یې د راشد خټک په ويډيو راپور کې وګورئ.
د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې نېشنل يونيورسټي اف ساينس اينډ ټيکنالوجي (نسټ) د انجيينرنګ د محصيلونو په لاسونو جوړشوو ګاډو د نندارې او مقابلې تابيا کړې ده.
د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان د هنزې د ښځو فوټبال يوه لوبډله اسلام اباد ته په سياليوکې د ګډون لپاره تللې ده. د شمس په نوم د هنزې د يو فوټبال کلب لوبغاړو په وينا د دې دورې هدف د نجونو لوبو ته وده ورکول دی. ويډيو رپورټ.
په اسلام اباد کې د کلتورونو د ودې لپاره ۱۰ ورځنۍ مېله د نومبر پر ۱۳مه پای ته ورسېده. په مېله کې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو برخو څخه کلتوري توکي نندارې ته وړاندې شول. دا مېله هر کال کېږي چې زرګونه کسان د کلتوري شیانو اخیستو ته ورځي. تفصیل په ویډیو کې.
انځورګر او خطاط رفعت خټک وايي چې د خپل کلي "شيدو" ديوالونه او د کابل سيند غاړه د ده لومړی کينوس و. د اطلاعاتو محکمې نه له تقاعد اخيستو وروسته رفعت خټک د اسلام اباد په پارکونو، شاوخوا کلو او د مارګلې په غرونو کې ګرځي او چې کومه منظره يې خوښه شي
د جنوبي اسیا لپاره د یاد سازمان د کمپاینونو مرستیالې لیویا ساکاردي د نومبر پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له زرګونو افغان کډوالو څخه د "سیاسي پیادو" په توګه کار اخیستل کېږي تر څو په داسې حال کې افغانستان ته ستانه شي چې هغوی هلته له خطرونو سره مخامخ دي.
له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د طریقه کار پر ضد پښتونخوا ملي عوامي ګوند د نومبر پر دریمه په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره کړې ده.
د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه یې په کوټه کې ۵۷۲ افغانان نیولي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په کېماړۍ کې د لنډمهالي کیمپ ویاند ظهور مري ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍیې شاوخوا ۴۰۰ تنه کیمپ ته لېږدولي چې پکې ۱۳۸ بې اسناده افغانان هم شامل ول.
د پاکستان د بېلابېلو دولتي پوهنتونونو په سلګونو استادانو په اسلام اباد کې د لوړو زده کړو د کمېشن (هایر اېجوکېشن کمېشن) دفتر مخې ته مظاهره کړې ده. د اکتوبر ۳۱مې د مظاهرې ګډونوالو له کمېشنه د دندو او خدماتو د جوړښت او د ترقۍ پالیسۍ عملي کولو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د احتجاج تابيا د دولتي پوهنتونو د استاذانو اتحاديې کړې وه. دوی د لوړو زده کړو کمېشن نه د دوی لپاره د سروس سټرکچر (د وظيفې او خدماتو جوړښت) او د پروموشن پاليسۍ (د ترفيع کړنلارې) غوښتنه کول
ده په پرلت کې په ګډون کولو د افراسياب خټک، رضا رباني، امنه مسعود او نورو سياسي او مدني فعالانو مننه وکړه او ويې ويل چې دوی دغه ستونزه مهمه وګڼله نو ځکه ېې د ده ملګرتيا وکړه.
د اکتوبر پر ۲۹ مه سازمان خپل کلنی رپورټ خپور کړی چې پکې راغلي دي چې پاکستان د ايشيا لومړی ملک دی چې ژورنالستانو د ساتنې او حفاظت د پاره يې قانون جوړ کړی دی خو دا قانون تر اوسه سم عملي شوی نه دی او د خبریالانو ضد د رياستي او غير رياستي خلکو ګامونه زيات شوي دي.
نواز شريف نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) د عدالت له امر سره سم اسلام اباد های کورټ ته حاضر شو. پر دې مهال د احتساب ملي ادارې (نېب) وکيل عدالت ته وويل چې نېب نواز شريف ته پر ضمانت هېڅ اعتراض نه لري. دا ډول عدالت د اکتوبر تر ۲۶مې د نواز شريف ضمانت منظور کړ.
د اکتوبر پر ۲۴مه د راولپېنډۍ د کمېشنر لياقت علي چټه په مشرۍ شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پنجاب او خيبر پښتونخوا پر پوله دغه کېمپ کې به افغانان خپل هېواد ته تر ليږلو وړاندې ساتل کېږي.
د اکتوبر پر ۲۳مه د سترې محکمې پینځه کسیزه جرګګۍ د هغو درخواستونو اورېدنه وکړه چې په پوځي عدالتونو کې په عامو وګړو د مقدمو چلولو پر خلاف دایر شوي ول.
د درخواستونو وروستۍ اورېدنه د سپریم کورټ شپږ کسيزه بنچ د اګست پر دریمه کړې وه او د ډيرو درخواست ورکونکو وکيلانو خپل دلايل وړاندې کړي ول.
نور وښیئ