شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
په ورسک کې د ملېشې ځواک ۱۰۲۲ کسان له روزنې فارغ شول او اوس په ځواک کې سرتېري شول. د دوشنبې یا ګل پر ورځ په اکاډمۍ کې د سرتېرو فراغت غونډه وشوه چې ورته د ځواک لوړپوړي افسران ورغلي ول. پر دې موضوع دا رپورټ وګورئ.
د شوکدر (شبقدر) د نجونو په ښوونځي کې یوه استاده ده او د زده کوونکو ناستې ځای هم نه لري. په سکول کې ماشومانې پر ځمکه ناستې وي او زده کړې تر لاسه کوي. ماشومانو مشال راډیو ته وویل، حکومت دې ورته استادانې ورولي او د ناستې لپاره دې ورته ټاټونه یا ټغرونه برابر کړي. نور په دې رپورټ کې.
دا ته چې له جنته پسې ووتې، رسوا شوې غنم وو او که نه څوک غنمرنګه وه بابا!! په مومندو کې د ((ځوانانو کلنۍ مشاعره)) شوې ده چې ورته د سیمې ګڼ لیکوالان او شاعران ورغلي ول. غونډې ته ورغلیو لیکوالانو نه یوازې شعرونه وویل بلکې ویناګانې یې هم وکړې او پر دې یې ټینګار وکړ چې پښتانه دې خپل اتلان وپېژني.
په باجوړ کې د ناامنیو په پېښو کې د وژل شویو کسانو ماشومانو لپاره د زده کړو او د اوسېدو یو مرکز جوړ دی چې پکې دا مهال ۱۱۴ یتیمان زده کړې کوي او ځېنې یې پکې اوسي. په الهدا مرکز کې له دیني او عصري دواړه علوم ښودل کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
چارواکي وايي، د چارشنبې پر ورځ په دوېزو کې امنیتي سرتېري او د سیمې مشران د امنیت ټینګښت په موخه روان ول چې پر موټر یې چاودنه وشوه.
د مومندو په ګنداو کې عوامي نیشنل ګوند د قبایلي سیمو قانون اېف سي ار ضد جلسه کړې چې پکې ګډونوالو د دې قانون خلاف نعرې ووهلې او له پاکستانیو واکدارانو یې غوښتنه وکړه چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شي. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.
په مومندو کې د نړیوالې مرستندویه ادارې ای ار سي په مالي ملاتړ د خیر ښېګڼې بلې ادارې (هېلپ اېن نیډ) سکولونه تړل کېږي ځکه چې د پروژې نېټه یې د مارچ پر ۲۹مه پای ته ورسېده. د ښوونځیو استادان او زده کوونکي تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.
په مومندو کې د خرګاډو او بایسېکلونو د زغل سیالۍ پای ته ورسېدې. په غلنۍ کې د زغل په دې سیالیو کې ګڼو ځوانانو برخه واخیسته. ډېر داسې ځوانان هم سیالیو ته ورغلي ول چې تر میاشتو، میاشتو یې خپلو خرو ته ښه خواړه ورکړي ول او د هغوی روغتیا ته یې پوره پام کړی وو. نور په دې ویډیو کې.
په مقابلو کې لومړی، دوهم او درېیم راتلونکیو لوبغاړو ته نغد انعامونه هم ورکړل شول.
د مومند ایجنسۍ په غلنۍ سیمه کې د هغو کسانو په یاد کې غونډه وشوه چې د ترهګرۍ خلاف د جنګ پرمهال وژل شوي دي.
یو شمیر مدني فعالانو د قبایلي سیمو لپاره د بشري حقونو یو کمیسون جوړکړی چې موخه یې په یادو سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوی کول دي.د دغه کمیسون منشور به د دسمبر په لسمه نیټه اعلان شي
راپورونه وايي په باجوړ کې د پپيلز پارټۍ د مشر، د فاټا سياسي اتحاد صدر او د پارليمنټ د پخواني غړي اخونزاده چټان زوی سکول ته د تګ پر مهال تښتول شوی دی.
د حکومت له خوا پر دې پورته شوي ګام د دې عیسايي وګړو د خوښۍ څرګندونه کړې ده او وايي چې اوس به یې په یو شمېر برخو کې شته ستونزې اسانې شي.
په پيښور کې هم د مېرمنو د نړیوالې ورځې په پلمه یوه غونډه وشوه چې پکې مېرمنو له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي
شېر ضمیر ساپي د مشال ریډیو خبریال ته په ټیليفون وویل، چې د حکومتي غړي عارف احمدزي لخوا هغه ته دوه لاکه روپۍ چېک ورکړل شو چې بیا یې له بېنکه روپۍ واخیستلې.
حمزه په نهم جماعت کې وو. پلار کوثر علي کاکړ يي وایي ، دی بېنک کې کار کوي، او چې کله یي دا واورید چې د ځوي په سکول یي طالبانو حمله وکړه ، نو ډیر وارخطا شو، او زر یي سکول ته منډا کړه.
په مومند ایجنسۍ کې د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه یو ټریفیکي پېښې د دويزو سیمې اوسېدونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ولید خان له مشال راډيو سره په ځانګړې ویډيويي مرکه کې وویل، کله چې روغتون ته ولاړ نو یو قصابخانه ښکارېدله، هر لوري ته په وینو کې لت پت مړي پراته ول.
د پښتونخوا د چارسدې په بابړه کې په ۱۹۴۸م کال د خدايي خدمتګار د مشر باچا خان د بندي کېدو پر ضد یوه لاریون باندې د هغه وخت پاکستاني سرکار په ډزو کې ۶۵۰ تنه وژل شوي ول
د خیبر پښتونخوا د چارسدې په شبقدر کې د نجونو یو بل ښوونځی [سکول] په بارودو الوزل شوی دی. دا پېښه تېره شپه په ګوډو نومي کلي کې شوې ده.
نور وښیئ