شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې له تشدده ډکو مظاهرو کوونکو او پلانوونکو ته به یې د پوځي قوانينو (ارمي اېکټ او افیشل سېکرېټ اېکټ يا سرکاري خفيه قانون) تر مخه سزاوې ورکول کېږي. تر دې مخکې هم پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د خونړيوو مظاهرو او د پوځ پر ضد د تبلیغاتو تر شا د تحريک انصاف د ځينو مشرانو لاس دی.
د موسمیاتو محکمه وایي، سږ کال په پاکستان کې په اپرېل کې ۱۲.۵ سلنه زیات بارانونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مې پر دویمه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ږلۍ او سختو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې اته تنه وژل شوي ول.
بانک د مې پر دویمه په خپاره کې راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د غریبۍ او خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله ماشومانو ته پوره خواړه هم نه رسیږي.
د باجوړ ضلعي انتظامیې د ولسي کمېټۍ د غونډې د ګډونوالو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیمه کې د امنیتي حالت سمولو ته ژمنه ده او دا چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو ډلو پرضد کاروایۍ ته دوام ورکړی دی.
د مشال راډیو د معلوماتو پر اساس په روان ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۱۳ هدفي بریدونه شوي دي. تېر کال (۲۰۲۲ز کې) هلته په ۴۷هدفي بریدونو کې تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي ول.
مظاهرچیانو پر ریاست غږ وکړ چې که امنيتي ځواکونه د شک په بنياد خلک نیسي نو بیا دې یې ورکوي نه، بلکې مقدمې دې پرې وچلوي.
د باجوړ د جرګې مشري د دې ضلعې د سوداګرو د خونې مشر حاجي لالي شاه او د کونړ هغې ملک محمد ميران او ملک ميایداد کوله.
د باجوړ ځايي خبریالانو هم د هغو کسانو وژنه تایید کړې ده خو د سیمې امنیتي چارواکو او خبریالانو د هغوی د وژل کېدو څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د وسلوالو حملو پر ضد په بیا بیا د ولسي پاڅون په نوم مظاهرې او پرلتونه شوي دي.
عوامي نېشنل ګوند د پاکستان تحريک انصاف پر تېر حکومت نيوکې کوي چې باید د تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې سره یې مذاکرات نه وای کړي. ايمل وليخان د روان کال په فبرورۍ کې بیان ورکړی وو چې د هغو مذاکراتو کوونکو پر ضد به په عدالت کې مقدمه کوي، خو تر اوسه یې دا مقدمه نه ده کړې.
د خيبر پښتونخوا په مومند کې ګڼو کسانو د مارچ پر ۳۱مه د وړيا حکومتي اوړو نه ترلاسه کېدو پرضد مظاهره کړې ده. دغو مظاهرچیانو پېښور او نورو سیمو ته تلونکې لارې بندې کړې وې. انتظامي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې ولس باید د اوړو لپاره د خپلو سیمو مرکزونو ته ولاړ شي.
د مسودې په دويمه ماده کې راغلي چې هره مقدمه، اپیل یا موضوع چې په سپریم کورټ کې دایره شوې وي، په اړه به یې اورېدنې چیف جسټس او ورپسې دوه مشران قاضيان کولای شي او فیصله به د يو قاضي پر ځای د "اکثريت" منل کېږي.
د دغه مدني ټولنو غړیو شمېره ۱۰۰ ده او پکې د ځینو سیاستوالانو سربېره د بار کونسل مشران او خبریالان هم شامل دي.
عمران ویلي، اسلام اباد، لاهور او د پنجاب په نورو برخو کې یې د ګوند ۷۴۰ غړي پولیسو نیولي دي
د پاکستان دولتي راډیو په وینا، وفاقي وزیر وویل، له نوي پیکېج سره "ولس له ګرانۍ ژغورل" غواړي. د هغه په خبره، رعایتي پروګرام د مارچ له ۲۲مې عملي کېږي چې د روژې میاشتې تر پای پورې به روان وي.
پولیسو د تحریک انصاف هغه پلویان د مارچ پر ۱۸مه د لاهور په زمان پارک کې د ګوند د مشر عمران خان د کور تالاشۍ پر مهال د ګډوډۍ او له سرتېرو سره د نښتو په تور نیولي دي.
په پېښور کې غلام علي خبریالانو ته وویل، په لیک کې یې د انتخاباتو کمېشن ته د ټولو مشکیلاتو یادونه کړې ده.
د انتخاباتو کمېشن چارواکو په دویمه غونډه کې د خیبر پښتونخوا له ګورنر غلام علي سره د هغې صوبې د اسمبلۍ لپاره د ټاکنو په اړه خبرې اترې کړې دي.
دا خبره د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د مارچ پر لسمه نېټه له هغه وروسته په یو خبرپاڼه کې کړې ده چې یادې ادارې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو په اړه غونډه وکړه.
نور وښیئ