شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د یادې صوبې د اطلاعاتو څانګې د مې پر شپږمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مې له اتمې نېټې څخه د صوبې په میداني علاقو او جنوبي ضلعو کې د سختې ګرمۍ اټکل شوی نو ولس دې خپل ځان او څاروي له ګرمۍ و ساتي
د پاکستان پوځ وايي د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو پرضد عملیات پراخ کړي دي.
د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، د اپریل پر ۲۹مه په چارسده او باجوړ کې بمي چاودنو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نثار محمد وايي دا کار یې د پولیسو نظام قبایلي سیمو ته نوی غځېدلی نو د قانوني ستونزو او پېچیدګیو د هواري، ژر فیصلو کولو، له ولس سره په تاڼه کې د رپورټ په دایرولو کې د مرستې، د خلکو د اسنادو تصدیق او نورو اسانتیاوو لپاره کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې په عارضي توګه د اخیستل شویو ښوونکو سازمان وايي، حکومت په وار وار ورسره د مستقل کولو ژمنه کړې خو پوره کړې یې نه ده.
د بشري او ښځو حقونو ځينې فعالان په ټاکنو کې د اچول شويو رايو شرح کمه او د اندېښنې وړ بولي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د دغو رعایتي بازارونو د چلولو لپاره، دوه نیم اربه روپۍ بیلې کړې دي.د چارواکو په وینا دا بازارونه به ټوله میاشت د خلکو په مخکې پرانیستې وي.
د ماشومانو د تحفظ ترميمي بل ۲۰۱۲ کې ويل شوي چې په ماشومانو جنسي تېري کونکو ته او د هغوي غیر اخلاقي ويډيوګانې جوړونکو ته د مرګ سزا يا عمر قېد او تر ۵۰ لکو روپو پورې د جرمانې سزا دې ورکړې شي.
اسلام اباد های کورټ د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي لپاره حکومت ته د قانون جوړونې سپارښتنه پر داسې مهال کړې چې په پاکستان کې یوشمېر دیني عالمانو په تېرو وختونو کې د واده لپاره د عمر د حد لوړولو مخالفت کړی دی.
د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې د نیو زیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د لومړۍ سیالۍ تر پیلېدو لږ ساعت مخکې د امنیتي دلایلو په یادولو پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ او له هغه هېواده ستنه شوه.
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د تېر کال د ډېسمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي وو خو له دغو ۱۷ ضلعو نه د ۱۳ ضلعو په ځینو سیمو کې د ځینو وجوهاتو له کبله د لومړي پړاو انتخابا پاتې شوي ول چې اوس د فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه ترسره کېږي.
د پاکستان سپریم کورټ د فبرورۍ پر نهمه د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي انتخاباتو د دویم پړاو ځنډولو په اړه د پېښور های کورټ د اېبټ اباد څانګې فیصله وځنډوله.
د پېښور های کورټ د پاکستان مخابراتو ادارې (پي ټي اې) ته د جنورۍ پر ۲۹مه په کړي دې امر کې ویلي چې که څوک په وار وار له دې څخه سرغړونه کوي نو باید هغوی ته سزا ګاني هم ورکړل شي.
د سرکاري امدادي ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د جنورۍ په ۲۳مه مشال رېډیو ته چې د بارانونو له امله له ۱۵ زیات کسان ژوبل شوي هم دي.
د محکمې وياند محمد نثار خان د جنورۍ پر ۲۱مه، مشال راډيو ته وويل چې د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د اېن ای ۲۷مې حلقې غړي نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه، په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال، پر خپل حکومت سخت ټکونه وکړل. نوموړي، پر مرکزي حکومت د نیوکو کولو په ترڅ کې وویل چې د خیبر پښتونخوا مشکلاتو ته څوک پاملرنه نه کوي.
نور وښیئ