طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د پولیسو ویاند محمد خالد د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، جسدونه د ګنداو سیمې خلکو موندلي او د ده په وینا کېدای شي د سختو بارانونو او یخنۍ له امله یې په غره کې ساه ورکړې وي. د نوموړي په وینا دا کسان کېدای شي درې ـ څلور ورځې وړاندې مړه شوي وي. هغه وايي، د پېښې راپور درج شوی او د هغوی تفتیش روان دی.
وفاقي وزیر ساجد حسین توري هم مشال راډیو ته وويل چې په جرګه کې پر ټولو اړخونو خبرې کېږي.
ملک مومن خان منګل شاوخوا ۵۰ کلن وو چې په بلدیاتي انتخاباتو کې د کونسلر په څوکۍ منتخب شوی وو. نوموړی د سولې ملي شورا (نیشنل پیس کونسل) په نوم د یوه سازمان ځايي مشر هم وو.
بشارت خان وايي، په وروستیو کې د مومندو په ۱۷ بېلابېلو ځایونو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي ول چې حکومتي کارکوونکو او رضاکارانو ووژل. د دې اورونو لګېدو لاملونه لا نه دي په ډاګه شوي خو چارواکي وايي، پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.
انتظامي چارواکي فضل ودود د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل اور د ځنګله نورو برخو ته هم خپور شوی دی. ده وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې د جون پر شپږمه اور ولې ولګېد خو په وینا یې چې پلټنې پیل شوې دي.
د ضلعې پخواني انتظامیې مشر ډاکټر فاروق وزير د جون پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې په خپل وخت کې یې هغو سرکاري ملازمينو ته واضحه کړې وه چې د مقررۍ لازمي ضرورتونه یې نه ول پوره کړي.
د قامي اسمبلۍ د هغې څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف ډاکتر ندیم خیال، د عوامي نیشنل ګوند سعید عمر، او د جمعیت علمای اسلام (ف) مفتي عبدالله ترڅنګ عتیق احمد او محمد سعید هم په خپلواک حیثیت کې نوماندان دي.
د کورمې قبایلي ضلعې د پاړه چنار سیمې اوسیدونکو، تر څه ساعته پورې، د پریس کلب مخې ته پرلت هم وواهه او له حکومته یې دا غوښتنه هم وکړه چې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد دې بې له توپیره اقدامات وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د پاکستاني چارواکي د دعوو په غبرګون څه نه دي ویلي. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې.
په ۲۰۱۶ز کال کې حکومت د ناامنیو تر پېښو وروسته په قبایلي ضلعو کې د موبایل انټرنېټ سروېس وتاړه. حکومت او پوځ ویلي ول چې وسله وال د خپلو فعالیتونو لپاره موبایل انټرنېټ کاروي نو ځکه یې تړل اړین ول.
د دې مسلې د هواري لپاره د حکومت له خوا جوړه شوې دا جرګه ۱۷ غړي لري او د ډېسمبر پر ۲۷مه شوې غونډه یې دویمه هغه وه.
دا لاره له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ګېدو د اوسېدونکو پرمخ تړل شوې وه خو چې د پیواړ خلکو د ډېسېمبر پر ۲۳مه په سیمه کې احتجاجي ناسته پیل کړه نو د نورو قومونو د خلکو تګ راتګ هم ودرېد.
یو امنیتي مشر د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په اکتوبر کې د پیواړ او ګېدو د اوسېدونکو ترمینځ تر نښتې وروسته یې مقدمه دایره کړې وه او غواړي چې تورن کسان ونیسي.
د جرګې مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي د ډېسېمبر پر ۲۲مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، حکومتي پلاوي له پرلتوالو سره د هغوی پر غوښتنو خبرې وکړې.
موږ په دې اړه د کورمې له انتظامي مشر ډاکتر افاق وزیر سره د رابطې هڅه وکړه خو د هغه د بوختیاوو له وجې ورسره په خبرو و نه توانېدو. البته په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازی ساجد حسین توری وايي، د دواړو خواوو ترمینځ د لانجې هواري لپاره جرګه روانه ده.
پاړه چینار ته یو ځلي بیا جرګه د دې لپاره ورغلې چې د ښکېلو غاړو ترمینځ تیږه کېږدي او ضمانت ورنه واخلي خو کامیابي ورته په لاس نه ده ورغلې.
نور وښیئ