طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، داسې ښکاري چې واشنګټن اوس د افغانستان د مسلې پر سیاسي حل زیات ټینګار کوي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۵مه، په اسلام اباد کې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې یې هم د افغانستان د سولې او ثبات لپاره له ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې دي.