طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د اسلام اباد پولیسو نوموړی د اګست پر درېیمه تر نیمې شپې وروسته نیولی وو چې تر هغې وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت د پینځه ورځنیو پلټنو لپاره پولیسو ته وسپاره او هغه موده چې پوره شوه نو بیا یې د تحقیقاتو لپاره زندان ته واستاوه.
ډاکټر خواجه یونس دا خبرې د مشال راډیو خبریال طاهر خان ته په مرکه کې کړې دي. ویډیو عمران یونس جوړه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان سره لیدلي دي. د جمعیت مطبوعاتي څانګې د اګست پر ۱۵مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پشتین له خپل پلاوي سره په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغی. بیان وايي، دواړو مشرانو په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، په قبایلي ضلعو کې پر ناامنۍ اندېښنه وښوده. ویډیويي رپورټ.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۵مه په لنډ بیان کې ویلي دي چې هغه درې پخواني افسران د داسې "کړنو پر اساس نیولي چې د پوځي ضابطې خلاف" ول.
دا تر هغې وروسته ده چې علي وزیر د اګست پر دویمه د شپې مهال په اسلام اباد کې پولیسو ونیولو. د غورځنګ غړو مشال راډیو ته وویل چې په زیرو پواینټ سیمه کې یو موټر سایکل د علي وزیر له موټر سره ټکر شوی او علي وزیر هغه تن یاد روغتون ته وړی او چې له هغه ځایه پر تلو وو نو پولیسو ونیولو.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې ده چې په خیبر پښتونخوا کې تر لمر پرېوتو وروسته پولیس تر تاڼو پورې محدود وي او وسلوال ګرځي. نوموړي د جولای پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دعوه وکړه چې ټوله سیمه "د وسلوالو په قبضه" کې ده. بشپړه مرکه وګورئ.
د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ د جولایي په ۱۹مه یوه غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف د ځانګړو چوکیو په اړه د سپریم کورټ د فیصلې تفصیلي جایزه واخیستل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې حافظ ګل بهادر ډله او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پاکستان کې په "ګڼو ترهګرو بریدونو" کې د "سلګونو ملکي وګړو او د قانون پلي کوونکو ادارو غړو" د وژنې مسوول دي.
د سپریم کورټ ۱۳ کسیزې لویه جرګګۍ د جولای پر ۱۲مه د پينځو په مقابل کې د اتو غړو په اکثريتي پرېکړې سره د پېښور های کورټ او پاکستان انتخاباتي کمېشن پرېکړې لغوه کړې چې پي ټي ای يې له ځانګړ څوکيو محرومه کړی وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېلېپو ګراندې د جولای پر اوومه پاکستان ته تللی وو. هغه خپل درې ورځنی سفر له پېښوره پیل کړ او وروسته هريپور ته ولاړ. نوموړي په پاکستان کې له افغان کډوالو او له پاکستانیو چارواکو سره وکتل.
ګراندې ويلي چې د کډوالو مسلې د حل لپاره د نړیوالو په ملاتړ، پر انصاف ولاړې دوامدارې تګلارې ته ضرورت دی. هغه زیاته کړې چې له پاکستاني وزیراعظم سره یې د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې ګټورې وې.
په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې ګراندې د جولای پر اوومه خپل سفر له پېښوره پیل کړ او هلته یې له افغان کډوالو سره په غونډه کې له هغوی څخه د هغوی "د اندېښنو" په اړه معلومات ترلاسه کړل او ورته یې د ملګرو ملتونو د "ملاتړ" ډاډ ورکړ.
پاکستاني حکومتي او د یو اېن اېچ سي ار سرچینو مشال راډیو ته د نوموړي سفر تایید کړی دی او وايي چې ګراندې به په لومړي سر کې د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته ولاړ شي او له هغه ځایه به اسلام اباد ته سفر وکړي.
د پاکستان پوځ وايي چې د هغه هېواد او امریکايي پوځیانو ترمینځ ګډ تمرینونه د جون پر ۲۹مه پیل شوي دي. دا ویډیو د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) له رسنیو سره شریکه کړې ده.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر وايي چې د پاکستان حکومت لا د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو د لرونکو د لېږدولو په اړه هېڅ فیصله نه ده کړې. عباس خان د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د سېټېزن کارډونو د ستنولو په اړه به پرېکړه له طالبانو او نورو شریکانو سره په مشوره کېږي.
د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.
د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې ويلي دي چې د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) په اړه د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټي) غونډې د هغو عملیاتو پیلول منظور کړل.
د سیمې امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د جون پر نهمه سهار شاوخوا ۱۱ بجې د سلطان خېلو سره نږدې سربند امنیتي پوسته ته څېرمه شوې ده.
نور وښیئ