عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
په افغانستان کې د قامونو د شورا مشر غازي نواز تڼي سره په افغانستان کې د جرګو او د شوراګانو د ارزښت ، د نجونو د تعليم او د پاکستان او افغانستان تر مينځ د اړیکو په اړه په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهر خان مرکه کړې ده.
د نیشنل ډیموکراټیک موومنټ مشر افراسیاب خټک وايي، چې له وړاندې د روسیې او امریکا ترمنځ سوړ جنګ زموږ خاوره ته راوستل شوی و، او دا ځل د چین او امریکا سیالي زموږ سیمې ته راغلې ده. نوموړي زیاته کړه، چې تر هغې چې د پاکستان پالیسي بدله نه شي، تر هغې په سیمه کې امن راتلل ګران کار دی. ویډیو رپورټ
د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي چې په پاکستان کې دې د وسلوالو پر ضد د هدفي عملياتو ترڅنګ له هغوی سره مذاکرات هم پرمخ يوړل شي. نوموړي د فبرورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ روان حالت د اندېښنې وړ دی. بشپړه مرکه وګورئ.
په کورمه کې کي شيعه سنې جکړې د ختمولو لپاره د فیبرورۍ پر دویمه په اسلام اباد کې جرګه شوې او ټاکل شوې ده چې نن (د فیبرورۍ په دریمه په پېښور کې جرګه وشي.
په اسلاماباد کې خبریالانو د رسنیو د انتظام د نوو قانوني بدلونونو پر ضد احتجاج کړی دی. د احتجاج پر مهال د پولیسو او خبریالانو ترمنځ اخوډب هم شوی دی.
د پاکستان په لوړو زده کړو کمېشن کې د افغان بورسونو د څانګې مشر جهانزېب خان وزير وايي چې د جنورۍ پر ۲۵مه او ۲۶مه به له هغو زرګونو افغان زده کوونکو څخه ازموينې اخلي چې د دغه هېواد شاوخوا ۴،۵۰۰ بورسونو ته يې غوښتنليکونه ورکړي دي.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت وايي چې په هغه ګوند کې له پښتنو مشرانو سره د ژبني تعصب پر اساس توپیر پالل کېږي. نوموړي د چا نوم وانخیست. له نوموړي سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
په پاکستان کې د احتساب یو عدالت د تحریک انصاف بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته د القادر ټرسټ په نوم په یوه قضیه کې د درغلۍ په تور د ۱۴ او د هغه ښځې ته د اووه کلونو بند سزا اورولې ده. تفصیل په رپورټ کې.
اسلام اباد کې د نجونو د تعليم په اړه نړيواله غونډه
د تعلیم د مبارزې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی وایي، اسلامي هېوادونو ته په کار دي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو ښوونځي بیا پرانیزي. له ضیاالدین یوسفزي سره د مشال راډیو بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه پيل شوه. "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه غونډه د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د سعودي يو غير حکومتي سازمان د پاکستان په کوربه توب جوړه کړې ده.
په قبایلي ضلع کورمه کې د بدامنۍ د مخنیوي او د امن د بیا راوستلو لپاره لسګونو کسانو د ډېسېمبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له زيتون (ښوون) څخه د جوړو شويو خوراکي توکو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی چې زياتره توکي له خيبر پښتونخوا څخه ورته راوړل شوي ول.
حکومت په وار وار ویلي چې په هغه پېښه کې یو شمېر لاس لرونکو ته یې سزاګانې ورکړې دي. په دې اړه تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې وګو
په اسلاماباد کې د ډېرې مودې راهیسې پښتانه بېلا بېلې مزدورۍ کوي خو په وروستیو کې هلته کارکونکي خلک شکایت کوي چې پولیس یې ځوروي او ځینې زندانونو ته اچوي. د بشري حقونو فعاله او وکیله، ایمان مزاري، وایي چې دوی د ۳۰۰ کسانو د نیول کېدو معلومات لري.
په اسلام اباد کې ګڼو وکیلانو او فعالانو په هغه ښار کې د پښتنو د نیولو او ځورونو پر ضد احتجاجي لاریون کړی دی. لاریونوالو له حکومت او امنیتي ادارو غوښتنه وکړه چې د پښتنو بې ځایه ګرفتارۍ او ځورونې دې ودروي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره تر احتجاج وروسته په ښار کې وضعیت عادي شوی دی. امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال په زور د هغه ګوند د غړو او پلویانو احتجاج ختم کړ.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د احتجاج لپاره په اسلام اباد کې د ډي چوک پر لوري تګ ته دوام ورکړی دی. احتجاج کونکو مخې ته پولیسو خنډونه جوړ کړي ول، خو دوی یې له هغو خنډونو تېر شوي او ډي چوک ته پر لار دي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د احتجاج لپاره د اسلام اباد پر لوري تګ ته دوام ورکړی دی. د نومبر پر ۲۵مه د پنجاب په برهان انټرچېنج کې د پي ټي ای د احتجاجیانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب وشو
په اسلام اباد کې پولیسو د ښار په ځینو برخو کې کانټینرې ودرولي دي او ښار ته ورغلی لارې یې تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف ګوند سبا (د نومبر پر ۲۴مه) په د اسلام اباد ډي څلورلاري ته د تللو او هلته د احتجاج اعلان کړی دی. تحریک انصاف د عمران خان خوشې کېدل او نورې غوښتنې لري.
نور وښیئ