عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د "امن مارچ" په نوم په احتجاجي لاریون کې د ډزو پر مهال یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. د جولای ۱۹مې لاریون د بنو د سوداګرۍ خونو او د سوداګرانو ټولنې په بلنه وشو چې ورته د ګوندونو او سازمانونو مشران، غړي، پلویان او د ښار ګڼ اوسېدونکي ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
د بنو د سوداګرۍ خونو او د متحده تاجر یونیین مشر ناصر خان بنګښ د جولای ۱۹مې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل د لاریون یوازې موخه یې د امنیت غوښتل دي. ده تور پورې کړ چې وسلوال په سیمه کې ګرځي، خلک ګواښي له خلکو "بتې (باج)" اخلي.
خبرپاڼه زياتوي چې تر بريد سمدستي وروسته امنيتي سرتېرو د وسلوالو پرضد عمليات وکړل چې په نښته کې درې وسلوال او دوه پوځيان ووژل شول.
امنيتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط د جولای پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې له ۶۰ زیات کسان ژوبل هم دي چې پکې ولسي وګړي او پوځيان شامل دي.
د خیبر پښتونخوا بنو کې سهار وختي د پوځي چاوڼۍ له دیوال سره نږدې چاودنه شوې چې پکې د ښځو په ګډون ځینې کسان ژوبل شوي دي. د سیمې خلک وایي چاودنه زوره وره وه او تر لېرې یې ودانۍ لړوزولی او ښیښې یې ماتې کړي دي. له چاودنې وروسته دغلته د ډزو اوازونه او د یو بلې وړې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ فعال او ولسي شاعر ګیله من وزیر مړی د جولای پر ۱۲مه مازيګر د شمالي وزیرستان د رزمک ډويژن په اسدخېلو کلي کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
پښتین که څه هم دا په ډاګه نکړه چې جرګه به چېرې کوي خو دومره یې وویل چې د اکتوبر پر ۱۱مه به د ټول پښتون قام استازي په یو میدان کې را غونډوي چې د ده په وینا، د قام پر مسلو بحث وکړي او بیا یو شریکه او غوڅه کړنلاره وټاکي.
د غورځنګ مشرانو، غړو او پلویانو د وزیر جسد د جولای پر ۱۱مه په یوه قافله کې له اسلام اباده د پېښور پر لاره وزیرستان ته ولېږداوه.
د جرګې ګډونوالو د جولای پر اوومه په میرامشا کې وویل چې که څوک کډه وکړي نو جرمانه به ترې اخلي او بېرته به یې سیمې ته ستنېدو ته نه پرېږدي.
د لاریون ګډونوالو وویل چې مخکې هم هلته وسلوالو ضد عملیات شوي چې په نتیجه کې یې عام خلک بې کوره او اغېزمن شول خو ناامني ختمه نه شوه، نو ځکه هلته نور پوځي عملیات نه غواړي.
د پاکستان پوځي چارواکي چې د رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط د جون پر ۳۰مه، مشال راډيو ته وویل چې وسلوال يې په رزمک کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړيو عملياتو کې وژلي دي. مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ د دې دعوې پخلی نشي کولی.
په بنو کې د جون پر ۳۰مه د امن لپاره جرګه شوې چې ورته ولسي مشران او فعالان ورغلي ول. د جرګې ګډونوالو وویل چې هلته وسلوال ښکاره ګرځي او د سیمې خلک د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي. دوی له حکومته د امنیت لپاره د خپلې ذمه وارۍ پوره کولو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي جرګې ته په وينا کې وويل چې که د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې په شا نه شو نو دی به د پوځي عملياتو خلاف د انصاف نړيوال عدالت ته ځي.
د غورځنګ مشرانو مشال راډیو ته ویلي چې جلسه به د ماسپښین پر دوې بجې پیلېږي او د غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون به یو شمېر نور کسان هم ویناوې ورته کوي.
احتجاجیانو د جون پر ۲۰مه د بنو او د شمالي وزيرستان د میرامشا ترمينځ لاره تړلې ده او له حکومته د امنیت غوښتنه کوي.
د سیمې پولیس چارواکو، ضلعي انتظامیې او استخباراتي چارواکو له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د جون پر ۱۸مه سهار مهال د میرلي په اېسوړي کې پر هغو کسانو ډزې وکړې او درې واړه یې ووژل.
په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره - پي ډي ایم اې - وايي، د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره یې نغدې مرستې جاري کړې دي.
د خيبر پښتونخوا په بنو کې د مېشتو ټولو قبيلو مشرانو په يوه جرګه کې له حکومته وغوښتل چې هلته د وسلوالو مرکزونه ختم کړي. د جون پر نهمه په جرګه کې دوی تور پورې کړ چې حکومت او هم پوځ په بنو کې د وسلوالو پر موجودګۍ او فعاليتونو سترګې پتې کړې دي.
نور وښیئ