عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
جرګې پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې امن دې پر ځای کړي او که داسې نه شي کولای نو پوليسو ته دې واک او اختيار ورکړي چې هغوی د ناامنۍ مخه ونیسي.
دا لاریون د اپرېل پر ۲۴مه د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې او د سرکاري سکولونو اتحادیې په شریکه وکړ.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي چې د اپرېل د ۲۱مې او ۲۲مې ترمينځ شپې مهال يې په ډېره اسماعيل خان کې له وسلوالو سره په نښته کې ۱۰ وسلوال ووژل.
د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ۶۰۰۰ پورې دوکانونه ړنګ کړل شوي ول، حکومت له دې شمېرې څخه تر ۳۰۰۰ پورې دوکاندارانو ته وار له مخې معاوضې ورکړې دي خو د میرامشا د ړنګ بازار ۳۰۰۰ دوکانداران لا هم معاوضو ته سترګې پر لاره دي.
هلته د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي، د بارانونو له وجې په ټوچي خوړ کې سېلابونه راغلي دي چې له وجې یې د خوړ پر غاړه د خلکو ولاړ فصلونه زیانمن کړي دي
په وروستیو کې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې بریدونه او د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې بیا زیاتې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، ناامنۍ په ذهني او رواني (نفسیاتي) پرېشانیو او خپګان اخته کړي دي. دوی وايي، خلک چې له یو بل سره ناست وي نو زیاتره وخت پر ناامنۍ خبرې او بحث کوي.
دغه لاریون چې پکې د سیمې مشرانو او ځوانانو ګډون وکړ، د خیر ښېګړې د یوې غیر سرکاري ادارې "پوهه" لخوا ترسره شو او مقصد یې د خوشالیو په مختلفو وختونو کې د هوایي ډزو د مخنیوي په اړه پوهه زیاتول وو.
د خیبر پښتونخوا پولیسو پر اېکس لیکلي دي چې د اپرېل پینځمې په شپه ناوخته، وسلوالو د لکي مروتو منجیواله چوک سره نېږدې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې
د مشال راډیو د غونډو کړیو ارقامو له مخې، د اپرېل څلورمې له حملې سره روان کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د شمالي وزيرستان د پولیسو مشر روښانزېب رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې د اپرېل پر دويمه په میرامشا کې د جمعيت علمای اسلام (ف) ځايي سیاستوال مولانا نور اسلام نظامي له جوماته کور ته روان وو چې وسلوالو وویشت.
په بنو کې یو پوځي افسر چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازې نه لرلو له امله نه غوښتل خپل نوم واخلي، مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د بنو په بکاخیلو کې وسلوالو پر امنیتي سرتېرو برید وکړ.
د متاثره دوکاندارانو د کمیټۍ مشرانو د مارچ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې دوی بیا د دې لپاره د مرستیال کمشنر د دفتر مخې ته را غونډ شوي چې نور دې ورباندې وخت نه تیروي.
د سیمې ځینو استوګنو د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر ۱۶مه تر برید وروسته هلته امنیتي سرتېري وخت پر وخت کرفیو لګوي چې له وجې یې دوی له کورونو نه شي وتلې.
دوی د مارچ پر ۲۱مه، په میرامشا کې خبري غونډې ته وویل چې په تېر اوړي کې وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته د معاوضې ورکولو لپاره یو نیم اربه روپۍ ورکړې وې چې چارواکو تر اوسه اغېزمنو دوکاندارانو ته نه دي سپارلي.
په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په شمالي وزیرستان کې د تېلو او ګیس د موندلو او استخراج شرکت وايي چې هلته یې د ګیسو نوې ذخیرې موندلې دي.
د میرامشا تاڼې یو چارواکي محمد عمر خان مشال رېډیو ته وویل چې د مارچ پر ۱۴مه وسلوالو په سپلګه سیمه کې یو ځايي وګړی ملول خان وژلی دی. د مشال راډیو د غونډو کړو ارقامو له مخې له تازه پېښې سره په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.
د محسن داوړ ورور سعود داوړ، چې يو وکيل دی او په ياده مقدمه کې د داوړ وکالت کوي، د مارچ پر ۱۱مه یې مشال راډيو ته وويل، عدالت د مارچ تر ۲۱مې د محسن داوړ ضمانت منظور کړی دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په یو بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر اتمه او نهمه یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول چې پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول. پوځ وايي چې تر عملیاتو وروسته یې په هم هغه ځای کې څلور نور مشکوک وسلوال هم ووژل.
نور وښیئ