عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو مشال راډیو ته وویل، د انتخاباتو لپاره کيمپېن کول د هغوی حق دی او د انتظامیې لخوا د ۱۴۴مې مادې اعلانول، د انتخاباتو لپاره د هغوی پر تیاریو منفي اغېز کوي.
د سوداګرو د ټولنې یو مشر ثنا الله مشال راډیو ته وویل، د انتظامي مشر پر غوښتنه یې احتجاج ځنډولی دی. هغه وویل "که په دوو هفتو کې یې د چېکونو راکول شروع نه کړل نو موږ به بیا ټول دوکانداران راغواړو او [سړکونه] به زموږ د مسلې تر حل کېدو پورې بندوو."
دوی د نومبر پر ۲۷مه په میرعلي کې د بنو او میرامشاه ترمنځ سړک د ټرېفک پرمخ تړلی او په سیمه کې یې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره د څاڅکو ورکولو پر کمپاین بندیز اعلان کړی دی.
د پولیسو او استخباراتي ادارې دوو چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر د نومبر پر ۲۶مه ماسپښين مهال خپل زرنج ګاډی د بکاخېلو په ازاده منډیۍ کې د اېف سي ځواک له قافلې سره ټکر کړی دی.
هغې زده کوونکې، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د خپل اصلي نوم پر ځای د ګل غوټۍ نوم غوره وباله، د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د سړیو تر څنګ ښځې هم حقونه لري، د ټولنې په پرمختګ کې کردار لوبوي او دا چې د پاکستان په هېڅ قانون کې پر ښځو دا ډول محدودیتونه جواز نه لري.
د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط او د ځنګلونو د ادارې یو چارواکي احسان خان مشال راډیو ته وویل چې په میرامشا کې وسلوالو د نومبر پر ۲۳مه د ځنګلونو ادارې کارکوونکی حسن تواب وویشت او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
په وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او خوا و شا سیمو کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي چې پر ضد یې د پاکستان پوځ وخت په وخت عملیات کوي.
ځايي دوکاندارانو او د مارکیټونو مالکانو د نومبر پر ۱۷مه، په میرامشاه پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل، مخکې یې هم د تاوانونو د معاوضې لپاره مظاهرې کړې دي چې د ورکولو ژمنې ورسره شوې دي خو کله ورته ویل کېږي چې فنډونه نشته او کله دا چې د تصدیق عمل روان دې.
د خیبر پښتونخوا د تعلیم سیکرټري معتصم بالله د شمالي او جنوبي وزیرستانونو تعلیمي څانګو او مرستیال کمېشنرانو ته رسمي لیک استولی دی او په سیمه کې د بندو ښوونځیو د سروې کولو او بیا د هغې د خلاصولولو هدایات ورته شوي دي.
د بنو اوسیدونکي وايي، په ښار کې ځای په ځای د خځلو ډېرانونه پراته دي چې بوی یې خور دی او بیمارۍ ترې خورېږي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ستونزې څه حل دې راوباسي. چارواکي وايي، د صفایۍ عملې د تنخاګانو د نه ور رسېدو له وجې په هړتال لاس پورې کړی دی. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د جرګې وياند مولانا بيت الله مشال راډيو ته ويلي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه په ميرامشا کې د اتمانزيو جرګې د ۳۰ کسيزه کمېټۍ او د شمالي وزيرستان انتظاميې ترمينځ د مذاکراتو اخري پړاو سر ته ورسېد.
د اکتوبر پر ۲۹مه د پیل شوې جرګې ګډونوال وایي، هدف یې دا دی چې حکومت یا په سیمه کې د ناامنۍ مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي او یا خلکو ته واضحه کړي چې له سیمې څخه یو ځل بیا کډې وکړي.
د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وکړه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.
د نورک مشرانو او دیني عالمانو د ميرامشا د خبریالانو په مرکز کې وويل چې په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د ضرب عضب په نوم تر پوځي عملياتو وروسته امنیتي سرتېري د هغې سیمې په درو مدرسو کې پراته دي.
د شوال او دته خېلو کډوالو تر دې وړاندې هم د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتي چې خپلو کلیو او کورونو ته دې یې د ستنولو انتظام وکړي او تر هغې پورې دې یې مرستې نه بندوي. د دته خېلو او شوال تحصیلونو اوسېدونکي له څه باندې نهو کلونو راهیسې کډوال دي.
د میرلي د پولیسو د تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې ملک داود د میرلي په یو شخصي شفاخانه کې ناست وو چې مخ پټو وسلوالو پرې ډزې وکړې.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۱۹مه، په بیان کې ویلي دي چې دواړه نښتې د اکتوبر ۱۸مې او ۱۹مې ترمینځ شپې مهال شوې دي. پوځ وايي، د شمالي وزیرستان په ګړیوم کې په نښته کې د یو مهم قومندان حضرت عثمان چې د خاورې ملا په نوم پېژندل کېده، په ګډون شپږ مشکوک وسلوال او درې سرتېري ووژل شول.
د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال لسګونه بې کوره شوي وګړي له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې په احتجاج دي او د بنو په بکاخېلو کې یې پرلت وهلی دی. دوی وايي چې حکومت دې یې خپلو کلیو ته د ستنېدو نېټه اعلان کړي او تر هغې پورې دې ورباندې میاشتنۍ مرستې نه بندوي. ویډیويي رپورټ.
د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ګوند کونسلرانو عادل داوړ او حمزه داوړ د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې جرګې پرېکړه کړې چې که په دوو ورځو کې جرمانه ور نه کړي نو کورونه به یې ړنګ کړي.
نور وښیئ