عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دغه افسر مشال راډیو ته وویل، د پټو استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو وروسته، د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته. وژل شوی قوماندان د اعظم وارسک سیمې تورحافظ ښودل کېږي.
د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاتره قبایلي ضلعو له کلونو راهیسې بد امني روانه ده خو په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
د جانيخېلو پولیس تاڼې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډيو ته وويل چې د اختر محمد ګروپ وسله والو پر اسحاق ګروپ برید وکړ او نښته ونښته.
په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو تر ختمېدو وروسته پولیس سرتېري پر سړکونو پهره کوي او ځايي کاروباریان وايي چې له چاوڼۍ سره نېږدې دوکانونه تړلي دي. پوځ وايي، په مرکز کې یې ۲۵ وسلوال وژلي او اووه ورته تسلیم شوي دي. ویډیويي رپورټ.
چارواکو تر دې مخکې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض معلومات ورکړي ول. تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ډېسېمبر پر ۲۰مه شپې ناوخته رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې له خپلو وسلوالو سره یې شپې اته بجې رابطه پرې شوه.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې د وسلوالو ضد عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده. هلته تحریک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۹مه ویلي چې په مرکز کې یې زیاتره کسان ملګري دي او د وتلو محفوظه لاره غواړي. ویډیويي رپورټ.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۴مه هم په میرامشا کې پر پوځي کاروان په ځانمرګي برید کې یو سرتېری او یو ولسي وګړی ووژل شول او د څلورو سرتېرو په ګډون ۱۵ کسان ژوبل شول.
په میرامشاه کې د پولیسو تاڼې او انتظامي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا هدفي برید د ډېسېمبر پر ۱۶مه ناوخته شوی دی.
د میرامشا حمزه داوړ مشال راډیو ته وايي، سید افضل به هر سهار خپل زوی ښوونځي ته بیوه او بیا به یې ماسپښین مهال کور ته رساوه. "بچی یې په سکول کې په انتظار وو چې بابا به راځي خو بابا رانغی او بابا یې دلته په خودکش حمله کې همېشه لپاره له دې دنیا څخه ولاړ.
په شمالي وزیرستان کې د ډېسېمبر ۱۴مې له حملې سره پر امنیتي ځواکونو د سږنیو ځانمرګو بریدونو شمېر اته ته ورسېد. په وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه زیات شوي دي.
د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سید اشفاق انور په خپلو خبرو کې وویل چې پولیسو ته د امنیت ټینګښت لپاره لارښوونې کوي او دا چې په میرلي کې د زرګرانو په وژنه کې ککړ کسان به "ژر" د قانون منګولو ته وسپاري.
په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکي ادعا وکړه چې وژل شوي وسلوال پر امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو په بریدونو او د "ترهګرۍ په یوشمېر پېښو" کې ککړ ول.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ناامنۍ پرضد د سوداګرو، ځايي مشرانو او ولسي وګړو احتجاجي پرلت د ډېسېمبر پر ۱۱مه پر اووه ورځ هم روان دی. دوی دا ناسته د ډېسېمبر پر پینځمه په سیمه کې د درو دوکاندارانو تر وژنې وروسته پیل کړه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
پرلت وال وايي چې حکومت دې بنو وزیرستان لکي مروت او شاوخوا سیمو کې امنیت ټینګ کړي او د وسله والو د بیا فعالیدو او بریدونو مخه دې ونیسي.
په بنو کې د ناامنۍ ضد د سوداګرانو او ځايي مشرانو احتجاجي پرلت دوام لري. دا ناسته د ډېسېمبر پر پینځمه پیل شوې وه. پرلتوال وايي، له حکومته یې اساسي غوښتنه دا ده چې په سیمه کې دې امن بحال کړي او د خلکو سر او مال خوندي کړي. بل لوري ته حکومتي چارواکي وايي، له احتجاجیانو سره یې خبرې روانې دي.
په بنو کې د سرو زرو د دوکاندارانو د وژنو د پېښې پرضد د ډېسېمبر پر پینځمه پرلت پیل شوی دی. دوی له حکومت څخه د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي. هغه درې دوکانداران د نومبر پر ۲۸مه نېټه نامعلومو وسلوالو په ميرلي کې وژلي ول. ویډیويي رپورټ.
د پولیسو لخوا د ډېسېمبر پر پينځمه مشال راډيو ته د ورکړل شویو معلوماتو تر مخې، حاجي عبدالصمد او ګران وزير يې د رياست ضد د خلکو پارونې او په جلسو کې د امنيتي ځواکونو ضد د ویناګانو کولو په تور نيولي دي.
په ترسره شوي دې لاریون کې د جانيخېلو مشرانو، ځوانانو او د سکولونو زده کونکو ګډون وکړ. دوی وايي، په سیمه کې هدفي بريدونه روان دي او وسله وال ازاد ګرځي.
نور وښیئ