عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې ضرب عضب عمليات وکړ او د تحريک طالبان پاکستان له وسله والو سره یې نښتې وکړي. له دې وجې له جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان څخه په لکونو خلک بې کوره شول.
د مارچ پر ۳۱مه د هغې صوبې د څلورو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۸ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول چې له نارسمي نتیجو سره سم، د ملاکنډ ډېوېژن د اووه ضلعو زیاتره تحصیلونه واکمن تحریک انصاف ګوند ګټلي دي.
په بنو کې پښتون قامي جرګه د یو ۲۵ نکاتي پرېکړه لیک په منظورولو پای ته رسېدلې. د مارچ پر ۱۴مه د جرګې کوربه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرېکړه لیک واوراوه او له ګډونوالو څخه یې ورباندې رایې واخیستې. په پرېکړه لیک کې راغلي چې د پاکستان پښتانه دې په یوه صوبه کې یو ځای شي. په پرېکړه
د خيپر پښتونخوا په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د مارچ له ۱۱مې درې ورځنۍ پښتون قامي جرګه روانه ده چې شاوخوا ۴،۰۰۰ کسان ګډون پکې کوي.
د سیمي ځینو نورو اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل، د ضرب عضب له عملیاتو وړاندې د هغوی سیمه کې ډي اېس اېل انټرنېټ موجود وو خو بیا د جنګ له وجې هغه هم له منځه ولاړ.
اخوا د شمالي وزیرستان پولیس وايي، د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال په میرامشا کې وسله والو د یوه ټېکه دار پر کیمپ برید کړی، هلته یې ۱۲ کارکوونکي نیولي او بیا یې د ټېکه دار څلور ګاډي سوځولي دي.
مشال راډیو هڅه وکړه چې له شاه محمد وزیر سره خبرې وکړي، خو په رابطې ورسره و نه توانېدو. البته هغه پر خپله فېسبوک پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د انتخاباتي کمېشن له پرېکړې خبر شوی او پرضد به یې درخواست کوي.
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې پولیس چارواکو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې د جنورۍ ۳۱ مه د ميرلي په نورک سیمه کې یو ځايي اوسېدونکی محمد ولي په خپل ګاډي کې روان وو چې بمي بريد په نښه کړ. د دوی په وينا په دې پېښه کې د هغه ګاډی هم تباه شوی دی.
د دته خېلو یو اوسېدونکی یاسین خان هم په خپله سیمه کې د بجلۍ، سړک او د ژوند نورو اسناتیاوو غوښتنه کوي.
د جرګې یو ګډونوال او د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد مشر خلیل وزیر د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په دې جرګه کې د امنیت په چارو ډېرې خبرې وشوې
د دته خېلو مداخېلو حلیم خان چې له اووه کلنې کډوالۍ پس له افغانستانه په وزیرستان کې خپل کلي ته ستانه شوی دی وايي، له مرستو بې برخې دي، ماشومان یې په خېمو کې شپې ورځې سبا کوي.
نور وښیئ