عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د ميرعلي اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې د امنيت وضع ورځ تر بله په خرابېدو ده.
له مشال رېډیو سره په خبرو کې دوی وویل په خپګان او احتجاج کې یې پرامنه ناسته هم پیل کړې ده، د دوی په وینا ځکه چې کورنۍ یې تر سخت ګورم لاندې کړېږي.
د میرلي د تاڼې يوه چارواکي د جولای پر ۲۵مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اتوار پر ورځ "نامعلومه وسله والو" واجد وویشت او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم له خوا د جولای پر ۱۶مه په شوي احتجاج کې غوښتنه شوې چې حکومت دې په یاده سیمه کې د هدفي وژنو مخه ونیسي او امن دې پر ځای کړي.
د میرلي د پولیسو یوه چارواکي د جولای پر ۱۵مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، اظهر الدین د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ په بازار کې سودا کوله چې وسله واالو وویشت او وتښتېدل.
د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، "نامعلومه وسله والو" د جولای پر ۱۲مه د حیدرخېلو ښوونځي ته بم ورواچاوه چې پکې ځاني زیان نه دی شوی.
احتجاجیانو وايي، که یې غوښتنې و نه منل شوې نو په پېښور کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ مخې ته به پرلت ووهي.
جولای پر لومړۍ نېټه هم د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه کې د پوځي کاروايي پر مهال دوه عسکر وژل شوي ول.
د بنو جانيخېلو له حکومت سره تر کامیابو مذاکراتو وروسته خپل پرلت او احتجاج ختم کړ او د وژل شوي ملک نصیب خان جسد یې خاورو ته وسپارلو. دوی دا احتجاج د مې پر ۳۱مه پیل کړی و چې نږدې یو میاشت یې دوام وکړ. عمر وزیر پرې ویډیويي راپور جوړ کړی.
د بنو په جانیخېلو کې احتجاجي ناسته پر ۲۲مه ورځ هم دوام لري او په سیمه کې یې د سرکار له لوري د امنیت تر عملي اقداماتو پورې په هدفي برید کې د وژل شوي یو ځايي مشر ملک نصیب خان د مړي له ښخولو انکار کړی.
دوی دوې ورځې له مخه تر حکومتي ډاډ وروسته د اسلام اباد پر لور د لاريون فيصله ځنډولې ده.
د میرلي تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ وړاندې هلته د هرمز دوه اوسېدونکي، د نامعلومو موټر سایکل سپرو لخوا پر ډزو وژل شوي دي.
د بنو د جانیخېلو د احتجاجي ناستې منتظم او یو ځايي مشر ډاکتر ګل عالم وزیر وايي، حکومت ورسره د امنیت په اړه موافقه کړې خو عملي اقدامات غواړي. حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي چې بې له توپیره یې د ټولو وسله والو خلاف عملیات کړي او اوس هم په جانیخېلو کې پر عملیاتو غور کوي.
د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د جون پر ۱۶مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د نهې یا سېشنبې پر ورځ پر موټرسایکل سپرو وسله والو په میرلي څلورلاره کې د سپینوام اوسېدونکی سید نواز وویشت او وتښتېدل.
د هدفي وژنو خلاف د احتجاجي ناستې ګډونوال غوښتنه کوي چې له سرکاره د وسله والو ختمولو لپاره عملي ګامونه لیدل غواړي.
لوړ پوړو حکومتي او امنیتي چارواکو هم په بیا بیا مشال رېډیو ته ویلي، چې د بنو کمېشنر او نورو چارواکو په مشرۍ یې د جانيخېلو له مشرانو سره خبرې روانې دي. د دوی په خبره، له هغو مشرانو سره "کړی لیکلی تړون به عملي کېږي.
د جون ۱۲مه د جانیخېلو د خلکو د پرلت ۱۳مه ورځ ده. په ګڼ شمېر کې خلک په داسې حال کې په احتجاج بوخت دي چې ډېره زیاته ګرمي ده خو د دې باوجود هم هغوی نه د خپل وژل شوي مشر ملک نصیب خان جسد خاورو ته سپاري او نه هم احتجاج ختموي.
نور وښیئ