عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په جرګه کې دا غوښتنه هم وشوه چې د سیمې امنیتي چارې دې ولسي انتظامیې او پولیسو ته وسپارل شي او په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په وژنه د ککړو کسانو خلاف دې مقدمې وکښل شي.
د خوست په ګلان کېمپ کې میشت د شمالي وزیرستان دته خېلو اوسیدونکی ملک سمیع الله وايي چې د خپلی کورنۍ مړی یې په دته خیلو کې خاورو ته د سپارلو لپاره وروړلو، ورځ یې په غلام خان تېره کړه، خو ورته اجازه ورنکړل شوه.
ځايي خلک تور پوری کوي چی امنيتي ځواکونو د جنورۍ ۲۷مه د ضیا الرحمن په نوم یو ځايي ځوان ډزې وکړي او ځای پر ځای یې وواژه.
لاریونوالو په وزیرستان کې د سولې د ټینګښت، د هدفي وژنو او د پوځ له خوا د عامو خلکو د ځورولو مخنیوی او څو ورځې وړاندې په هدفي برید کې د وژلي یوه ډاکټر ولي الله لپاره د انصاف غوښتنه کوله.
د پښتون ژغورنی غورځنګ د شمالي وزیرستان غړو د جنورۍ په ۲۰ مه سیمه کی پیه جام هړتال وکړ چې پکې زرګونه خلکو ګډون وکړ. دوي د وژل شوي ډاکټر ولي الله کورانۍ ته د انصاف ورکولو په سيمه کې د امن پرځای کولو، هدفي وژنو مخنیوي او ولسي وګړو د ځورلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
جمال دوړ وايي، ’زموږ اواز بندول کېږي، پر خپله خاوره وژل کېږو او غږ پورته کولو ته مو هم نه پرېږدي. ‘
د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان په قبایلو کې پر ناامنیو او بریدونو اندېښنه ښوولې او وايي چې د امنیت ټینګولو حکومتي وعدې نه دي پوره شوي. دا خبره نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په بنو کې جلسې ته په وینا کې وکړه چې ورته د غورځنګ زرګونه پلویان ورغلي ول.
ترهګري خو ځکه نه ختمیږي، چی پوځ ته هلته د پاتې کېدو بهانه جوړوي، بلوچستان کی پوځ پروت دی، وايي دغلته امنیت ستونزه ده، موږ غوښتنه کړو چی له قبایلي سیمو او بلوچستان څخه پوځ بیرته خپلو بیرکونو ته بوزدي.
دا په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۱م کال لومړۍ هدفي وژنه ده. په شمالي وزیرستان کې په تېر ۲۰۲۰م کال کې لږ تر لږه ۴۶ هدفي بريدونه شوي وو چې تر ۵۰ زيات کسان پکې وژل شوي وو.
په شمالي وزیرستان کې سږ د هدفي بریدونو سرکاري شمېر ۲۹ ښیي خو د مشال راډیو د راپورونو پر اساس دغه شمېر ۴۶ دی.
پر دې موضوع له امنیتي ځواکونو سره په خبرو و نه توانېدو خو یوه انتظامي چارواکي وویل، د خبرو له لارې د پرلت ختمولو هڅې کوي.
د شمالي وزیرستان دته خیل بازار د ړنګو شويو دوکانونو مالکان وايي که حکومت تاوان ورنکړي نو په احتجاجونه به پیل کړي.
په شمالي وزیرستان کې د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله ګنډه پور له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی د پېښې پلټنې پیل کړې.
په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د سیمې خلکو په دته خیل دیګان سیمه کې د یو ځوان وژل کېدو پرضد پرلت ته دوام ورکړی دی.
د شوې يو مشر حاجي سيف الرحمن مشال راډیو ته وويل، تر تړون وروسته دوی ۱۸ اېکړه مځکه کمپنۍ ته ورکړه خو له ژمنې سره سم د سيمې خلکو ته روزګار ورنکړل شو.
عدال داوړ وايي، سرکار خو د کلیېر وزیرستان دعوې کولې خو لاهم د بدامنۍ پېښې روانې دي. نوموړی زیاتوي دوی په خپله خاوره کې نه د قام په نامه، نه د قبیلې په نامه او نه د کور کلي په نامه هېڅ جنګ جګړه نه غواړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بنو څانګې د مشرانو حاجي عبدالصمد خان او ندیم عسکر په مشرۍ کې وزیرستان ته تللې چیغه د خدي او مچي خېلو تر منځ د جګړې په درولو او درې ورځني اوربند کې برالۍ شوې ده.
د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته زرګونه خلک ورغلي ول. جلسې ته په وینا کې د غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو مخکښانو په سیمه کې پر هدفي بریدونو اندېښنه وښووله او پر حکومت یې د امنیت ټینګښت غږ وکړ.
د نومبر ۱۵مې جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین په وینا کې پر حکومت غږ وکړ چې د هدفي وژنو مخنیوي موثره اقدامات وکړي.
نور وښیئ