مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د نشتر میډیکل کالج ویاند ډاکټر سجاد مسعود په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د روغتون انتظامیه لاوارثه مړي په مرده خانه کې ږدي او بیا یې د طبي زده کړو لپاره په کار راولي. نوموړي دا هم ویلي چې د طبي زده کړو لپاره محصلینو ته له سپارل کېدو وړاندې جسدونه پر بام اېښودل کېږي چې وچ شي.
شهباز شریف دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۳مه د قازقستان په استانه ښار کې د سیکا ( د اسیا د اعتماد جوړولو او تعامل ) سرمشریزې ته د وینا پر مهال کړې دي.
د پاکستان ګڼو ورځپاڼو چې پکې ډان او دې نیوز هم شاملې دي، د اکتوبر پر ۱۳مه د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزارت د خط په حواله لیکلي دي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ پېښو کې ۵۲ سلنه اضافه شوې ده.
د واکمن مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې عمران خان ته په ځواب کې ليکلي چې هم تاسو (عمران خان) به ويل چې د پاکستان استخباراتي ادارې د نړۍ تر ټولو تکړه ادارې دي چې ورته هرڅه معلوم وي او باید معلوم هم وي.
په دې درې هیوادنۍ اتلولي کې پاکستان، کوربه نیوزي لېنډ او بنګله دېش برخه اخلي چې تر منځ به یې ټولې اووه لوبې ترسره کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان مشرې اګنېس کالامار ویلي دي چې ایرانیو چارواکو "په بیا بیا د انساني ژوند حرمت له پامه غورځولی او په واک کې د پاتې کېدو لپاره پر هېڅ صرفه نه کوي."
د اکتوبر پر شپږمه پیل شوې غونډه د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون په نوښت او د جرمني د وزیراعظم اولاف شولڅ په ملاتړ جوړه شوې ده.
د دواړو هېوادو لوړ پوړو چارواکو په داسې حال کې ملاقات کړی چې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۳۰مه اعلان وکړ چې په ناټو کې یې د ورګډېدو لپاره له چټک بهیر سره سم غوښتنلیک دایر کړی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه ويلي چې د کابل په لوېدیځ کې د شوې برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی او ۸۳ نور ټپیان دي.
مظاهره کوونکو ادعا کوله چې پر هزاره مېشتو سیمو کې بریدونه د دوی د "نسل وژنې" لپاره کېږي. احتجاج کوونکو وویل تر هغو چې ځانمرګي بریدونه روان وي، خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي، د کابل د پروني خونړي برید ترسره کوونکي دې عدالت ته راوستل شي.
جنېد صدیقي وویل، کوښښ کوي چې په دې توګه نړيوال خبر وساتي چې په جنوبي اېشيا کې خلک له کومو ستونزو تېرېږي او بشري حقونه یې په کوم ډول تروړل کېږي. هغه زیاته کړه چې د هغې غونډې راپور او وړانديزونه به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته استوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د امریکا استازي جیفري ډېلورېنټېس د افغانستان پر روان امنیتي، سیاسي بشري او اقتصادي وضعیت اندېښنه وښووله او و یې ویل، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي حالت لا په خرابېدو دی او هلته بشري اړتیاوې هم د زیاتېدو په حال کې دي.
د ۳۲ دولتي پوهنتونونو کارکوونکي د سېپټېمبر له ۲۴مې راهیسې په اسلام اباد کې په احتجاج دي او دعوه کوي چې ګڼ کسان په وروستیو کې له دندو ګوښه شوي
رانا ثنا الله د سېټېمبر پر ۲۵مه نېټه له جیو نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې وویل چې په هغو غږیزو بیانونو کې یوازې هغه خبرې دي چې لوړپوړي چارواکي یې په دفترونو او پارلېمان کې کوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۲۶مه په یوه بیان کې وویل، پېښه تېره شپه د هرنايي په خوست (کوسټ) سیمه کې د پرواز پر مهال شوې ده.
نور وښیئ