مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
طالبان د خلکو د ورکولو تور نه مني خو په وروستیو ورځو کې یوشمېر ورکې ښځې خوشې شوې او هغوی وویل چې د طالبانو په بند کې وې.
خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولین وايي چې دوی انځورګرانو ته یوازې له "اسلامي ارشاداتو سره سمه" توصیه کړې ده او پر انځورګرۍ یې بندیز نه دی لګولی.
د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به امریکا او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي چې ډېر به ورته ګران پریوځي.
د پاکستان د انتخاباتو کميشن په وينا، د تاوتريخوالي یا د کاندېدانو د وژل کېدو له کبله یې په دې سیمو کې ټاکنې د فرورۍ ۱۳مې ته ځنډولې وې.
د طالبانو د نظام د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل مشال راډیو ته وویل، رحیمي ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د امربالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد الحنفي هرکلی ووایه.
لسمشر بایډن د امریکا د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي ته په یو لیک کې ویلي، دغه امر د افغانستان پراخ بشري ناورین ته پام کوي چې پکې د افغان ولس د خوراک مهم ضرورتونه، دا شان د امنیت، د روزګار لپاره د مرستو، د اوبو او نکاسۍ د نظام،
په اتلولۍ کې شپږ لوبډلې – ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټډ، لاهور قلندرز، کوټه ګلیډيېټرز، پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز – برخه اخلي.
د افغانستان د عامې روغتیا له ارقامو سره سم، د روان کال له پیل راهیسې په ۱۷ ولایتونو کې د کورونا وایرس ټولې ۸۸۸۹ پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۷۷ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي دي چې واوډا به د کمېشن د فیصلې ضد په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایروي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د فبرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته په خپل يو استولي پيغام کې ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور چې په کې ادعا شوې چې افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت ډېر شوی، په کلکه ردوي.
د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی او خبریال احسان ټیپو وايي، دا لومړی ځل نه دی چې حکومت د وسله والو په اړه د معلوماتو ورکوونکو ته د انعام ورکولو اعلان کړی دی.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي مشال راډیو سره خبرو کې دا د پاکستان کورنۍ مسله وبلله او ویې ویل، هېڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد فعالیت وکړي.
عمران خان د چین ولسمشر شي جېنپېنګ سره د یوې پټۍ یوه سړک تر نوښت لاندې، په پاکستان کې د سي پیک یا د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو پر اهمیت خبرې وکړې.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د موسیقۍ نه نشرولو پرېکړه رسنیو خپله کړې ده. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د رسنیو مالي ستونزې لا زیاتې شوې دي ځکه چې د پخوا په څېر ورسره نړیوالې ادارې او بنسټونه مرستې نه کوي.
د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني امریکا ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر جو بایډن او د امريکا له دفاع وزیر لوېډ اسټن سره د افغانستان پر روان حالت خبرې کړې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې په کابل کې د اریانا ټېليويژن دوه نيول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.
په پاکستان کې د کورونا وايرس د څار ملي ادارې ( نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنېټر) د جنورۍ پر ۲۸مه په هېواد کې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره لګول شوي بنديزونه د فرورۍ تر ۱۵مې وغځول.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکې رڼا نومي ماشومې خبرې هم مشهوره شوې.
نور وښیئ