ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.
بلخوا جميعت علمااسلام ګوند د پېښې غندنه کړې او د سېپټېمبر پر ۱۹مه يې ټول ګونديز کانفرانس بللو اعلان کړی.
د پوهنتون يو زده کوونکی جمال اپرېدي مشال راډیو ته وويل چې دوی ته ويل شوي ول چې انلاين ازموينې لپاره تياري وکړي خو يوه اوونۍ وړاندې يې زده کوونکو ته د تحريري ازموينو خبر ورکړل شو کلاسونه انلاين شوي او اوس د پوهنتون انتظاميه فزيکل امتحان اخيستل غواړي.
د کوهاټ ډويژن جرګې له خوا اعلان شوي احتجاجي ناسته رنګين اباد چوک په مقام دوام لري.
د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې د وسله والو په بريد کې وژل شوی اېس ايچ او د مې پر۲۳مه خاورو ته وسپارل شو.
کوهاټ کې د سيول ډيفنس يا ملکي دفاع تنظيم کار دره ادم خېلو ته هم غځولې شوې ده او هلته له تنظيم سره ۱۰۰ زياتو رضاکارانو خپل نومونه ثبت کړي
د خېبر پښتونخوا د بابري کاټن ملز يا د پنبې کارخانې سلګونو مزدورانو د خپلو تنخاګانو لپاره د مې پر ۱۵مه احتجاج کړی او د کارخانې مخې ته یې سړک تړلی وو.
د کورونا وایرس له وجې د نورو ښارونو ترڅنګ په کواټ ښار کې هم افغان کډوال د ستونزو ښکار دي په دغه ښار کې د اپرېل پر لومړۍ یوه خیریه بنسټ پر افغان کډوالو خواړه ووېشل. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د روغتيا نړيوالې ادارې تر مخه دوه ماشومان د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه او دوه په سيند صوبه کې ګوزڼ وهلي دي.
د چين په ووهان پوهنتون کې د نورو تر څنګ د خیبر پښتونخوا یو شمېر زده کوونکي هم بند پاتې دي.
د چين په ووهان ښار کې د بند پاتې پاکستانيو زده کوونکو خپلوان د هغوی د را ايستلو غوښتنه کوي. د جنورۍ پر۳۰مه د کوهاټ په شهيدانو چوک کې د احتجاجي مظاهرې پر مهال د زده کوونکو خپلوانو له حکومته غوښتنه وکړه چې زده کوونکي دې ژر تر ژره ورته را ورسوي. نور حال د ممتاز بنګش په ويډيويي راپور کې.
اورنګزېب ګيله من د کواټ په پوليټيکل بازار کې راډيو ګانو او نورو اليکټرانيکي توکو رغولو کار کوي او هم دا يې د معاش ذريعه ده خو ورسره ورسره نوموړی د پښتو شاعري هم کوي او د دې مشهورې سندرې خالق دی ښايي هر پښتون به اوريدلي وي.
د کواټ په تیرا بازار کې یو وړوکی مارکېټ دی چې پکې د بوڼ کټونه خرڅېږي. د مارکېټ دوکانداران وايي، په وروستیو کلونو کې د اوسپنې او پلاسټېک کټونو خرڅلاو زیات شوی ځکه چې ارزانه دي خو ځینې خلک اوس هم د لرګي او بوڼ کټونه اخلي. ویډیويي رپورټ.
د کوهاټ بازار چې خلک د سودا لپاره ورځي نه يوازې له ګرانۍ سره مخامخ دي بلکې د بازارونو تنګې کوڅې هم ورته يوه لويه ستونزه ده. په دې اړه د ممتاز بنګش ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نومبر پر ۱۷مه په کواټ کې بېلا بېلې آسلوبې وشوې چې پکې نېزه بازي، پولو، ځغل او نورې سیالۍ شاملې وې. په سیالیو کې د کواټ کالجونو او له لکي مروت او ډېره اسماعیل خانه د ورغلیو کلبونو لوبغاړو برخه واخیسته. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د نورو برخو په څېر په کواټ کې هم د ډاکترانو کاربندیز روان دی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې نوي اصلاحاتي اقدامات او قانون دې لغوه کړي چې د دوی په وینا، روغتیايي خدمات به ورسره ګران شي. د صوبې د روغتیا وزیر وايي، له اقداماتو سره به د سرکاري هسپتالونو نظام سم شي. هلته په کواټ کې یو شمېر
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې سوداګرو، دوکاندارانو او کارخانه دارو د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت پرضد احتجاجونه کوي او د نویو ټېکسونو ختمولو غوښتنه کوي
د کواټ سوداګري تنظيمونو او دکاندارانو په نوي مالي کال کې لګول شوي ټېکسونو او ګرانۍ پر ضد د کواټ رسنيو مرکز مخې ته پرلت وهلی.
د جولای پر دویمه د کوهاټ په مرکزي بازار کې د سوداګرۍ ټولو تنظيمونو مشرانو او دکانداران په لوی شمېر کې د نویو لګول شویو ټېکسونو پرضد احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وویل، حکومت ته پکار ده چې په شتمنو خلکو ټېکسونه ولګوي او غريبانو ته سهولتونه ورکړي.
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پوليو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کارکوونکيو ستاینې لپاره غونډه شوې او هغوي ته یې جایزې او سوغاتونه ورکړي دي.
نور وښیئ