نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
دوی زیاتوي، په ګمرک کې د میوو او ترکاریو لارۍ درول کیږي، چې د ترکاریو د خرابیدو لامل کیږي او بل دا چې پاکستانی لارۍ د دې اجازه لري، چې خپل مالونه تر کابله ولیږدوي، خو افغاني لاریو ته بیا دا اجازه نه ورکول کېږي.
د کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی، چې د پاکستان هېواد لخوا ورته مرستې رالیږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهیر به روان وساتل شي.
د لوګر اوسېدونکي وايي، ځینو ملکي ادارو ته د خپلو کارونو د اجراء لپاره له څو ورځو ورځي خو ادارې تړلي وي او له دې کبله يې کارونه له یوې نه بلې ورځې ته ځنډېږي.
خوستیو خبریالانو او د رسنیو مسوولینو یادې ستونزې، غوښتنې او انديښنې د سپټمبر په ۵مه له ځايي طالب چارواکو سره شریکې کړې دي.
طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او د افغانستان حکومت يې ونيو، خو دوی تر اوسه پورې خپلې ادارې، د حکومت طرز او د بېلابېلو برخو لپاره پالیسيانې نه دې اعلان کړي.
په تېر وخت کې حکومتي ادارو او پوځي ارګانونو د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو د مخینوي په خاطر د یوشمېر سړکونو او ادارو مخې ته کنکریټي دېوالونه او خنډونه درولي ول.
په خوست کې ډاکټران او روغتیايي مسوولین د یادو کسانو فارغیدل په ځانګړي ډول د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټیټولو او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم پرمختګ بولي.
افغان ولسمشر اشرف غني پر وسله والو طالبانو د جګړې د دوام ملامتیا اچولې او ورڅخه یې پوښتلي چې دا سپیناوی وکړي چې د چا لپاره جنګېږي. نوموړي د جولای پر ۱۰مه په خوست کې ولسي غونډې ته د وینا ترڅنګ د ولایت نوی هوايي ډګر هم پرانیست. طالبانو د غني د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
ده په افغانستان کې د روانې جګړې پړه پر طالبانو واچوله او ويې ویل چې هغوی د افغانستان لپاره نه، بلکې دې لپاره جنګیږي، چې افغانستان د نورو هېوادونو لاسته واچوي.
د جولای په ۷مه د خوست اوسیدونکو چې شمیر يې سلګونو تنو ته رسیده، د ملي اردو اولې لواء ته ورغلل او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
دوی د جولای پر پنځمه نېټه په افغانستان کې روانه جګړه د پردیو په لمسون او د پردیو د ګټو لپاره وبلله او ويې ویل، خلک تیار دي، چې د خپل هېواد، نظام او ټولګټو تاسیساتو څخه ساتنه وکړي.
د مسوولینو په وینا د پکتیا د نجونو په ښوونځیو کې د زرو ښځینه ښوونکو کمښت موجود دی، چې اوس به یوازې ۲۰۰ ښځې په دې ولایت کې د بالمقطع ښوونکو په توګه په دندو وګمارلې شي.
د جون پر ۲۱مه د خوست هوايي ډګر ته له دوبۍ څخه لومړنۍ نړیوال پرواز ترسره شو او دې ولایت ته يې ۹۰ تنه مساپر ولیږدول. د خوست اوسېدونکو د دې ولایت هوايي ډګر ته لومړنۍ پرواز په خوشالیو ولمانځه او غوښتنه يې وکړه چې له دې ځایه دې هم د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته پروازونه پیل شي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې لوی سلاکار احمد الله فیضي وویل، الوتکه د متحده عربي اماراتو له دوبۍ هوايي ډګره والوته او ۹۰ مساپر یې خوست ته ولېږدول.
روڼ اندي او خوستي فرهنګیان وړاندیز کوي، چې له انټرنیټ او شته ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې باید کلتوري هڅې روانې وساتل شي.
د جون پر ۱۵مه د وزیرستانیو کډوالو قومي مشر ملک داود مشال راډیو ته وویل، پخوا به هر کال وزیرستانیو کډوالو سره نقدي مرسته کیدله، خو دا دوه کاله ورباندې بند شوې ده.
حفیظ الله حقپرست د جون پر نهمه د لوګر مرکز اړوند د کلنګار په عرب خان کلا سیمه کې د طالب وسله والو او حکومتي عسکرو ترمینځ جګړه کې هغه مهال ووژل شو، چې په خپله کرونده کې په کار بوخت وو.
دوی زیاتوي، په دې ولایت کې د کرونا وبا پېښو ته د رسیدنې په موخه د ټولو روغتیايي مرکزونو د امکاناتو او نیمګړتیاوو اساسي ارزونه پیل شوې، چې په دوه اونیو کې به بشپړه شي.
په یاده فابریکه چې تر ۷ لکه ډالرو پورې پانګونه شوې، هره ورځ د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري او اوسمهال په کې تر سلو تنو پورې کاریګر په کار بوخت دي.
نور وښیئ