نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د سوات د مینګورې بڼ سیمه له شاوخوا ۱۰۰ کلونو راهیسې د موسیقارانو په نوم پېژندل کېږي. له هغه ځایه یوشمېر سندرغاړو او موسیقارانو زده کړې کړې دي او د پښتو هنر په میدان کې یې نوم ګټلی دی. ۱۶ کلنه حنا ګل هم په دې تکل بڼ ته ورغلې او سندرې زده کوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
(يو اېس اې پي) په نوم د امن لپاره د امريکا يوې سراکري ادارې د سوات د تبسم عدنان د يو نړیوال ایوارډ لپاره نومولې ده. له ټولې نړې څخه نوماند دغه جايزې لپاره ۱۰کسان منتخب شوي دي.
په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړې تاڼې کار پیل کړی چې پکې یوازې ښځې پولیسانې دي. چارواکي وايي، په تاڼه کې به د ښځو مسلې هواروي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په لیرې پرته سیمه کالام کې مشروم ډنډ ته یوازې په څو میاشتو کې تګ شونی وي او دا ځکه چې هغه ځای د کال شاوخوا اته میاشتې په واورو پوښلی وي. سیلانیان وايي، مشروم ډنډ ته تللې لار خامه (کچه) ده خو په ورتګ ارزي. ویډيويي رپورټ.
سوات چې سېلګرۍ یې د ګټې وټې لویه سرچینه ده، په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ او ورپسې سختو سېلاوونو زښته ډېر وځپلی.
د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د محدودیتونو تر ختمېدو وروسته په اختر کې زرګونه سیلانیانو سوات ته مخه کړې چې له وجې یې پر سړکونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د سیمې د تېلو په پمپونو کې پېټرول او ډیزل هم کم شوي دي. ویډیويي رپورټ.
په دې پروسه کې ۳۵ زرو کسانو کاغذونه جمع کړي او ټسټونه یې هم وار له مخې ورکړي خو اوس دغه کسان وايي، پبلک سرویس کمېشن خپله پالیسي بدله کړې چې له وجې یې اکثره کسان به د امتحان دوهم پړاو ته د تلو جوګه هم نه شي پاتې.
پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ویلي دي چې ژر د حکومت پر وړاندې نوې تګلاره جوړوي او پرځوي یې. د اپوزیشن د یو شمېر ګوندونو د غورځنګ مشرانو د جولای پر څلورمه په سوات کې جلسې ته وویل چې د عمران خان په مشرۍ حکومت غیر جمهوري دی او اقتصادي تګلاره یې ناکامه ده. د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي
دا لومړی ځل دی چې له پي ډي اېم څخه د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند له وتلو وروسته ياد سياسي اتحاد جلسه کوي.
د سوات په مینګوره کې په یوه شخصي ښوونځي کې د ساینسي نمونو نندارتون جوړ شوی چې پکې جینکو خپل جوړ کړي شیان اېښودي ول. نندارتون ته ورغلي پوهان او استادان وايي چې زده کوونکو د فزکس او کېميا په فارمولو او اصولو ولاړ داسې نمونې جوړ کړې چې هغه په ورځني ژوند کې استعمالېږي.
د سوات ملم جبه کې د برقي زانګوګانو د بندېدو له کبله کاروبارونه اغېزمن شوي او خلک بېروزګاره شوي دي. دا سېلانۍ سيمه د حکومت او شخصي کمپنیو ترمنځ د شخړې له وجې تړل شوې ده. ویډیويي رپورټ.
د سوات کروندګر وايي، د مې پر ۱۳مه ږلۍ یې د شفتالانو حاصلات خورا زیات زیانمن کړي دي. د کرنې ادارې چارواکي وايي، باغوانانو ته تر ۳۵ کروړه روپیو زیات تاوان رسېدلی چې حکومت یې د پوره کولو توان نه لري. ویډيويي رپورټ.
سوات ته یو ځل بیا د نړیوالو سیلانیانو ورتګ پیل شوی چې پکې د بودا مذهب منونکي هم شامل دي. چارواکي وايي، د سوات لرغوني اثار یې د سیلګرۍ لپاره بیا پرانیستي دي. په سیمه کې په ۲۰۰۹ز کال کې د وسله والو پر ضد عملیات شوي ول خو پر هغې سربېره تر کلونو ورته بهرني سیلانیان نه ورتلل. ویډیويي رپورټ.
د کلي خلک وايي، د رسیو او تختو دا پُل اوس بېخي په خراب حالت کې دی او تل دا وېره موجوده وي چې ونه لوېږي. دوی وايي حکومت شپږ کاله وړاندې په دغه سیمه کې د یوه پاخه پل د جوړولو منظوري ورکړې وه چې تر اوسه نه دی جوړ شوی.
په شانګله کې د ۱۶ کانکېندونکو له کورنيو سره غمرازۍ ته ځايي ولس ورځي. دا کانکیندونکي نهه کاله وړاندې د ۲۰۱۱ز کال په سېپټمبر کې له خېبر ضلعې څخه تښتول شوي وو. نور حال په دې ویډیويي راپور.
د شانګلې سيمې زېد رحمان مشال راډيو ته وويل چې په يادو مړو کې پنځه د دوی د کورنۍ غړي دي.
د خيبر پښتونخوا د سوات سيدوشريف هوايي ډګر څه باندې ۱۷ کاله وروسته د کورنيو پروازونو لپاره بيا پرانيستل شوی. پر دې هوايي ډګر د مارچ پر ۲۶مه مساپر وړونکې الوتکه کښېناسته. ځايي ولس وايي له دې ډګره دې نړيوال پروازونه هم پيل کړل شي. بلخوا چارواکي وايي د پروازونو بحالي د سيمې د پرمختګ پر لور مهم ګام دی.
د سوات لرې پرته سيمه ګبين جبه کې د خيبر پښتونخوا سيلګرۍ محکمې لخوا درې ورځینې ميلې وشوه. د سيلګرۍ محکمي چارواکي وايي، وړاندې ورته د تګ وسيلې د نيش برابر وې اوس ورته لارې جوړې شوي او د سيلګرۍ یو نوی ځای ګځول شوي چې لیدو ته یې ځینې سېلانیان له لیرې لیرې په پښو ورځي. د مشال ريډيو خبريال نياز احمد خان و
د سوات شهناز وايي چې د ښځو ستونزو هواري لپاره په پوليس کې نوکري کوي. له دې سره چې د سوات په زياتره تاڼو کې يو يا دوه ښځينه پوليس د ښځو د اسانتيا لپاره موجودې دي خو بیا هم ښځې تاڼو ته له تلو ډارېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ