نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې کله چې په جوارو کې وږې پاخه شي نو ځايي ځوانان او مشران دغه په ګډه پخوي چې ورته ډاډۍ یا تراړ وايي. د سوات په بريکوټ کې د مشال راډیو خبریال نیاز احمد یوه تراړ ته ورغلی او دا ویډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی.
د نجونو د حقونو مبارزه او د امن نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي، د نجونو نړيواله ورځ د پښتنو سيمو لپاره ډير ارزښت لري.
نوموړې پولیسو ته ویلي چې هغې ته دړکې ورکړل شوي، فشار پرې اچول کېږي او ځورول کېږي. نوموړې ویلي چې د پوهنتون رجسټرار او نوره عمله ورسره ناوړه سلوک کوي.
د سوات سیدو شریف په ضلعي کچارۍ کې هم په سلګونه وکیلانو له عدالتونو بایکاټ کړی، دوی وايي تر هغو به پر احتجاج وي چې ذمه وارو کسانو ته سزا نه وي ورکړل شوي.
د سوات سيدوشريف ۱۸ کلنه حديقه بشير له تيرو څو کلونو راهيسې د کم عمرۍ ودونو مخنيوي په اړه د پوهاوي راوستو لپاره هلې ځلې کوي. ملګرو ملتونو هغه د ۱۷ ځوانانو او پېغلو په رهبرۍ پروګرام کې شامله کړې ده.
د خيبر پښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې شاوخوا ۵۰۰۰ نابينا ژوند کوي چې نيمايي يې ښځې دي. دوی وايي، د ښوونځي او روزنيز مرکز د نشتوالي له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په دې اړه د نياز احمد خان ويډيويي راپور وګورئ.
په سوات کې وروستیو سېلاوونو یو شمېر خلک اغېزمن کړي چې پکې بخت شېروان هم شامل دی. د نوموړي د کورنۍ شپږ غړي په سېلاو کې مړه شول او د ټول کور سامان یې لاهو شو. د سیمې اوسېدونکي وايي، ځینې نورې کورنۍ هم زښتې ځپل شوې دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
خبریال احمد نوراني پر یوه وبسایټ په خپاره کې خپل راپور کې ادعا کړې وه چې پخوانی پوځي جرنېل عاصم سليم باجوه په بهرنیو هېوادونو کې په ۹۹ کمپنیانې لري
د جميعت علمااسلام فضل الرحمان ډلې صوبايي مشر سېنېټر مولانا عطاالرحمان ویلي چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه شوې ده.
مړي يې خپلو سيمو ته رسولي او زخميان يې د بونېر ډګر او ګاکړې هسپتالونو ته وړي دي.
د خیبر پښتونخوا د سوات شخصي سکولونو اتحاديې د اګست پر ۱۷مه د مقامي انتظامې له خوا د سکولونو تړلو او د استادانو نیولو پرضد احتجاجي مظاهره کړې.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې ځايي انتظاميې د اګست پر ۱۵مه هغه ۲۵ شخصي سکولونه تړلي چې پر حکومتي پريکړې سربېره يې ښوونځي پرانيستي وو.
خلک چړې، تبرګي، چاقوان او د دوی د تېره کولو لپاره سوانونه اخلي. په مينګوره کې لوهاران چې ځيني خلک یې پښان او اهنګران هم بولي، د شپې تر ناوخته پورې کار کوي.
د سوات په مينګوره ښار کې ۳۶ کلن ښوونکی حيدر زمان ماشومانو ته په ښوونځي کې د درس ويلو پر ځای په کوڅو کې پاخه مټر پلوري.
د سوات د بحرین تحصیل د مانکیال اوسېدونکي وايي، په شپږو بانډو کې د شاوخوا ۹۵ کوټو تر سوځېدو وروسته اوس سرپنا نه لري. پولیس وايي، دا پېښه د جولای پر شپږمه شپې
د سوات تحصيل مټې ، خوازه خيلې، بحرين او نورو سيمو ځايي کرونده ګر وايي، د اتوار په مازيګر شوې ږلۍ او توپاني سیلۍ تیار فصلونه ویجاړ کړي.
د خیبر پښتونخوا سوات نه یوازې د صوبې پر کچ بلکې په ټول ملک کې یو له هغو سیمو دی چې کورونا وایرس ډېر ځپلی دی.
د خېبر پښتونخوا د سوات کروند ګران وايي، چې سږ کال د شفتالانو پر ميوې ډېر بارونونه او ګلۍ شوي چې له زښتو تاوانونو سره مخ کړي دي.
نور وښیئ