نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
مستیج ډنډ د سوات یو ښایسته سیمه ده. دغه ځایې ته له کالامه دولس ساعته پیدل مزل دی. سېلانیان وایي ډنډ ته یوازې تجربه کار او تکړه سېلانیان تللی شي. د سیمې سېل د نیاز احمد خان په ویډیو کې کولی شئ.
په سوات کې پولیسو د مسلم ليګ (ن) ښځينه څانګې یوه ځايي مشره نسيم اختر د ملک او پوځ پرضد د نعرو ورکولو په تور د ګل/دوشنبې په ورځ نیولې ده.
عنایت الله د سوات سندرغاړی دی او د موسیقۍ ترڅنګ په لوبو او انځورګرۍ کې هم دلچسپي لري. نوموړي د لوی اختر مبارکۍ ترڅنګ د مشال راډیو اورېدونکو او خپلو مینه والو ته سندره ډالۍ کړې چې په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
په شانګله کې د جولای پر درېیمه یوه کښتۍ په اباسین کې واوښته چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او د زیاتره کسانو مړي لا هم نه دي موندل شوي.
له اسلام اباده ۱۰۰ کیلومیټره لري د خیبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پر پوله د کوهالې نیلم پواینټ هغه سیمه ده چې په اوړي کې ګڼ سیلانیان ورځي. هلته ورغلي خلک د نیلم سیند، غرونه او شنې ونې ویني او له موسمه خوند اخلي. په ویډیو کې مو د هغې سیمې په چکر ورولو.
د سوات له کالام سره ایسمڅ (ايزمس) ډنډ چې له سمندره یې کچه يولس زره فوټه اوچته ده، د خپلې ښکلا له وجې په دوبي/اوړي کې ورته سېلانيان رامات وي. د مشال راډيو خبريال نياز احمدخان یې ويډيو راپور تیار کړی.
په سوات کې الوچې او خوباڼۍ پخې شوې او باغوانان یې په شوکولو لګیا دي. زمينداران وايي چې سږ کال بر ښه دی خو په منډۍ کې یې نرخ ټیټ نه دی. د نیاز احمد خان ویډيو راپور
د خیبر پښتونخوا سوات ته د اختر لمانځلو لپاره د صوبې له بېلا بېلو سیمو ګڼ خلک ورمات شوي دي. نیاز احمد خان یې ویډیو راپور کښلی
په سوات کې ګڼ خلک تر روژه ماتي وروسته بازار ته ځي او د اختر لپاره شیان اخلي. په دوی کې ماشومان هم شامل دي چې رنګارنګ شیان اخلي خو میندې او پلرونه یې وايي، ګراني خورا زیاته شوې. په دې ویډیو کې مو د سوات یوه بازار ته ورولو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مشرانو او پلویانو د مې پر ۲۶مه تر روژه ماتي وروسته د سوات په مینګوره کې د شمالي وزیرستان د خړ کمره پوستې د پېښې ضد مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د علي وزیر په ګډون دې نیولي کسان خوشې کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
علي وزیر د شمالي وزیرستان د خړ کمر پېښې پرمهال پاکستانیو عسکر نیولی وو. نوموړی یې په هېليکوپټر کې بنو ته یووړ او د ترهګرۍ ضد عدالت یې وړاندې کړ.
د اپرېل پر ۲۹مه، د سوات په سیدو شریف کې ګڼو ډاکترانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ. دا هغه ډاکتران دي چې د ۲۰۱۱ز کال او ۲۰۱۷ز تر منځ په موده کې یې زده کړې بشپړې کړې دي خو د ناامنیو له کبله یې د فراغت مراسم نه ول شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي په یو بیان کې ويلي ول چې وزیر اعلا غواړي چې په کابینې کې بدلون وکړي.
حجره د پښتني کلتور يوه ارزښتناکه ستن ده چې پښتانه پکې خپل کلتور ژوندۍ ساتي، خپلې جرګې مرکې هم دلته هواروي. که څه هم د سوات په شموزو خزانه کې یوه لرغونې حجره لاهم د ولس د راټولېدو یوازنۍ وسیله ده خو د دې دېوالونه او ستنې نور د دې جوګه نه دي چې تر چتر لاندې یې غونډې او مرکې وشي.
د خېبر پښتونخوا د سوات ځايي خلک وايي، په سيمه کې له تېرو څو کالو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د سبزيو سوداګر وايي، د هند او پاکستان ترمينځ روان کړکېچ د ټماټرو نرخونه اسمان ته خېژولې. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان یې په اړه ویډيو راپور کښلی.
د خیبر پښتونخوا د سوات په بريکوټ کې د ارمان لوڼي څلويښتۍ په اړه غونډه شوه چې پکې د سیمې مشرانو له حکومته د ارمان لوڼي د وژنې مقدمې درجولو او پښتنو ته د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه وکړه. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان په سوات مټه کې د ۲۰۱۹م – ۲۰۲۰م کال د نيالګو لګولو پرانيسته وکړه. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۶مه وويل چې سږ کال به په صوبه کې يو ارب بوټي لګوي او همدا ډول به په پاکستان کې د ۱۰ اربه بوټو لګولو هدف سر ته رسوي. نور حال په ويډيويي راپور کې.
په سوات کې د خوړو کلتوري مېله شوې چې پکې د بېلا بېلو سیمو خلکو ګډون کړی. د اتوار پر مازیګر پیل شوې دا مېله شپې مهال د موسیقۍ په محفل پای ته ورسېده چې پکې لیلا خان سندرې وویلې. په اړه یې دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فبروۍ پر درېیمه، د سوات په مینګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو پلویانو د ابراهیم ارمان لوڼي وژنې ضد مظاهره او لاریون کړی. د غورځنګ یوه مشر ادریس باچا په وینا کې وویل، د لوڼي د وژنې حساب غواړي
نور وښیئ