نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د سوات د مټې تحصیل په یوه کلي کې په زرګونه کسان اوسي خو سکول نه لري. د جره کلي اوسېدونکي وايي، بچي یې څو کیلومیټره لرې ښوونځي ته ځي او دا چې دوی ځمکه ورکړې خو انتظامیې لا سکول نه دی جوړ کړی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د درال درې ډنډ نه یوازې د خپل ښایست لپاره پېژندل شوی دی بلکې خلک یې ((جادويي)) ډنډ هم بولي. د سیمې اوسېدونکي وايي، که حکومت ډنډ ته تلونکې لارې جوړې کړي نو ښايي لا زیات سیلانیان ورشي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه ټولنه وايي په سوات ضلع کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې اته مېرمنې په ناموسي پېښو کې وژل شوې دي. د بشري حقونو کمېشن هم وايي چې په ۲۰۱۵ز کال کې په ټول هېواد کې سلګونه ښځې د غیرت په نوم وژل شوې دي چې پکې ډېری د خیبر پښتونخوا په سوات کې دي. تفصیل په دې رپورټ کې
د پاکستان بشري حقونو کمیسون هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې په دغه کې نږدې ۱۱۰۰ مېرمنې د ناموسي وژنو ښکار شوې
د دوی په وینا ، دا دسیسه د سوات په سېلاني سیمه بحرین کې هغه مهال شنډه شوې ده چې په لویه کچه بارودي مواد او نور توکي نیول شوي دي.
د سوات بري کوټ تحصیل په بلو کلي کې د بودايي مذهب یو څلی اوس هم د سیمې او نړۍ په کچ د نندارچیانو پام ځان ته اړولی دی. دغه ګونبد وزمه ودانۍ لا هم په ښه حال کې ده خو د سیمې اوسیدونکي وايي که ورته تلونکې لارې ورغول شي او امنیتي وضع ښه شي، نن هم د نړۍ سیلانیان او په ځانګړي ډول د بودايي مذهب منونکې ورته ډ
د اختر لمانځلو په موخه په سلګونه سیلانیان سوات ته ورغلي دي. دوی د فضا ګټ پارک ته هم ورځي. سیلګري وايي، د سوات سیندونه، درې او غرونه یې ډېر خوښېږي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېرښېګړې ټولني مشرې نيلم چټان وویل چې د برېښنا نشتوالي له لاسه تر ټولو زیات تکلیف په کورونو کې ناستو ښځو ته رسېږي. ځکه چې له بجلۍ سره اړونده کارونه دوی کوي، سړي خو بیا هم له کوره ووځي ګزاره يې وشي.
سوات والي مياګل عبدالحق جهانزېب له پښتو ژبې سره بې کچه مینه لرله، ځکه خو یې د ریاست سرکاري ژبه پښتو ګرځولې وه، چې پکې ولس ته د تعلیم هم په پښتو ژبه ورکول کېدلی او دفتري چارې به هم ټولې په پښتو ژبه ترسره کېدلې.
په دې وروستيوو کې د پاکستان وزيراعظم د خيبر پښتونخوا دورې ډېرې کړي دي. دی په خپل هر سفر کې د يوې نوې پروژې اعلان او د تحريک انصاف په مشرۍ په صوبايي حکومت نيوکې کوي چې په خبره يې د خيبر پښتونخوا لپاره يې هيڅ نه دي کړي.
په سوات کې د پسرلي په راتګ کلنۍ مشاعره شوې چې ورته د ګڼ شاعران او لیکوالان ورغلي ول. مشاعرې ته د سیمې اوسېدونکي هم ورغلي ول. د پښتو نومیالي مزاحیه شاعر ظفر خان ظفر په خپلو شعرونو د ټولو ګډونوالو پر مخ موسکا راوسته. په دې اړه رپورټ وګورئ.
د سوات د منګلور پولیس وايي یو ځايي مشر جمشید علي خان د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی. نوموړی د عوامي نیشنل ګوند غړی او پخوانی ناظم و.
په سوات کې تر بارانونو وروسته سېلاب راغلی دی. د زښتو پسرلنیو اورښتونو له کبله د سوات په سیند کې د اوبو کچ لوړ شوی دی او په بېلا بېلو سیمو کې په کوڅو کې او پر سړکونو اوبه جمع شوې دي چې له کبله یې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی. دا ویډیو وګورئ.
په سوات کې د خیبر پښتونخوا کلتور او فرهنګ ادارې په مرسته ځوانانو ته د رباب غږولو یو میاشتینۍ زده کړې ورکړل شوې. دې وړیا پروګرام ته ورغلیو ځوانانو مشال راډیو ته وویل چې رباب په یوه میاشت کې نشي زده کولای نو حکومت دې دا روزنیز پروګرام وغځوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د دې غیر رسمي اسمبلۍ په مرسته به نه یوازې ښځې په خپلو حقونو خبرې شي بلکې د دوی کړې سپارښتنې به په حکومتي قانونسازۍ کې هم یوه لویه مرسته وکړي.
د خيبر پښتونخوا د بلدياتي ټاکنو بريالي کانديدانو نن د خپلو دندو سوګند په پورته کولو سره خلکو ته د خدمت کولو وعدې وکړي. ځينو کانديدانو له حکومته وغوښتل چې سيمو ته دې يې پوره فنډ يا پيسې ورکړي چې دوی پري پرمختيايي کارونه وکړی شي.
د سوات په چونګۍ کې د لرګیو جوړه یوه ډېره پخوانۍ هجره ده چې ۱۷ کوټې لري او ګڼ خلک ورته ليدو ته ورځي. دا هجره د بریکوټ په شاوخوا ۱۴ کېلومیټرۍ کې پرته ده.
د سوات په کانجو ټاون شپ کې د دوو زرو سکولونو څوکیدارانو ، ته ځايي پولیس د وسلو د چلولو روزنه ورکوي.
په پيښور کې هم د مېرمنو د نړیوالې ورځې په پلمه یوه غونډه وشوه چې پکې مېرمنو له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي
محمود خان اڅکزي وویل، چې پښتون په تاریخ کې یو پیاوړی او زورور ولس پاته شوي خو ځینې خلک یې د نوم بدولو هڅې کوي.
نور وښیئ