نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د جنورۍ پر دریمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سیمې د پولیسو ایس ایس پي سمیر نور چنا وویل چې پلټنې یې ښيي چې ډېری کسانو د بې وزلۍ یا غربت له کبله ځان وژلي دي. د نوموړي په وینا، په دغو کسانو کې د زیاترو عمرونه له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي.
د ډېسېمبر پر ۳۱مه په کراچۍ کې د کورمې د شیعه مسلک پلویانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب رامنځ ته شو.
په سیمه کې شیعه ګان له یو نیمې اونۍ راهسې د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي او سنیانو دوه ورځې وړاندې په بګن کې پر ټل-پاړه چینار مرکزي سړک پرلت وهلی دی.
د یاد قانون موخه د ۱۸۶۰ز کال د سوسایټیز رجسټرېشن قانون کې بدلون راوستل دي، چې له مخې یې د دیني مدرسو راجسټرول اړین ګرځول کېږي. دا قانون د مدرسو د راجسټرولو واک د تعلیم ادارې پر ځای د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ته سپاري.
د خرګاډو ځغل په کراچۍ کې هغه دودیزې سیالۍ دي چې پکې زیاتره د دې ښار مېشت بلوڅ او سیندي وګړي برخه اخلي. د ډېسېمبر پر ۱۵مه هم د خرګاډو ځغاسته وشوه. ویډیویي رپورټ.
په حب کې د غورځنګ ځايي مشر هدایت الله پشتین د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې وزیر په هغو مقدمو کې عدالت ته حاضر شو چې د ډېسېمبر پر اوومه یې پرضد په حب او د سیند په سکر کې دایرې شوې وې.
هغې ادارې پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د ډېسېمبر پر ۱۳مه د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک ضلعو او د سيند په جېکب اباد او سکر ضلعو کې د يو، يو ماشوم د وینو په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی
جسټس يحيا اپرېدي دا اقدام تر هغې وروسته کړی دی چې د سیند د زندانونو د پولیسو مشر حسن سېتو سپریم کورټ ته په وړاندې کړي رپورټ کې وویل چې د هغې صوبې په بندیخانو کې د قیدیانو شمېر تر بېساري کچ لوړ شوی دی.
بټ د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال د کمېشن راپور وړاندې کړ او و یې ویل چې په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. "که حکومت دی او که مخالف ګوندونه – ټول په ګډه د بشري حقونو سرغړونې کوي.
مېرمن بلوڅې وویل، ګمشاد غني، دودا الاهي، معراج ګمشاد، او مزمل بلوڅ، چې د کراچۍ پوهنتون زده کوونکي دي، د ډېسېمبر پر اتمه له خپلو کورونو په زوره تری تم کړل شوي دي. هغې وویل دوه کاله وړاندې هم ګمشاد، دودا او معراج لادرکه کړل شوي ول چې تر پراخو احتجاجونو وروسته خوشې شول.
د وزیر وکیلې منیزې کاکړ د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د علي وزير پر ضد هغه مقدمه د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې پر داسې وخت درج شوې وه چې هغه د کراچۍ په زندان کې بندي وو.
پاکستان کې د مال وړونکو ګاړو اتحادیې مشران وايي، په تېره يوه اوونۍ کې اسلام اباد او پنجاب په ګڼو سيمو کې حکومت شاوخوا ۱۵۰۰۰ ګاډي او کنټينران د لارو تړلو لپاره نيولي دي. په دې کې هغه ګاډي هم شامل دي
د پاکستان لویو سړکونو ادارې (نیشنل های وې اتارټي این ایچ اې) د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې هم د تېرې شپې د اتو بجو څخه به د پېښور نه اسلام اباد موټروې په ګډون اسلام اباد ته تلونکي ټول سړکونه تر دویم اعلانه پورې بند وي.
د پاکستان د دولتي پوهنتونونو د ښوونکو د سازمان عمومي منشي ډاکټر جواد خان د نومبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان په پوهنتونونو کې شاوخوا ۲۱،۰۰۰ دوکتورا یا پي اېچ ډي لرونکي لېکچرران له ترفېع بې برخې دي.
جنېد اسماعیل ماکډا د نومبر پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت هغې مالیې ته د بېخبنا پرمختیا یا انفراسټکچر ډېوېلمپنټ سېس (یا ټیکس) نوم ورکړی دی چې د عملي کولو اعلان یې درې میاشتنې مخکې کړی وو چې تازه یې نافذ (لاګو) کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د کراچۍ څانګې مشر معین قریشي د نومبر ۱۳مې مظاهرې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ملکي عدالت باید د ۶۱ کلن ادریس خټک مقدمه واوري او له قانون سره سم دې ورته د خپلې دفاع حق ورکړي.
دا ککړه هوا عام خلک، په ځانګړي ډول پینځه کلنۍ څخه کم عمره یو اعشاریه یو کروړ ماشومان له خطر سره مخ کوي. په پاکستان کې هر کال د ژمي په موسم کې سموګ یا د هوا ککړتیا یوه لویه ستونزه جوړوي چې د حکومت او خلکو لپاره جدي اندېښنې راولاړوي.
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
نور وښیئ