پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
موږ حکومت ته وویل چې په افغانستان کې مداخله ختمه کړي. اوس پاکستان په هغه هېواد کې لاسوهنه نه کوي. د سېنېټ د بهرنیو چارو له کمېټۍ علاوه، موږ د ټول سېنېټ له غړو یوه کمېټي جوړه کړې او په بیا بیا مو د افغانستان
موږ دا هم وویل چې داسې تاثر دی چې بانفوذه خلکو راو انوار پټ کړی دی نو د دې تاثر د ختمولو لپاره د هغه ګرفتاري ډېره ضروري ده. په غونډه کې موږ حکومت ته یو شمېر سپارښتنې وکړې
یو نامزد ملزم ګرفتاره شوی او بل نامزد ملزم بهر ملک ته تښتېدلی دی، ځکه چې له هغه سره وار له مخه د عمرې ویزه وه نو هغه سعودي [عرب] ته تللی دی. د هغه د نیولو لپاره موږ رېډ وارنټ جاري کړی دی.
خرم دستګیر خان وايي، اسلام اباد به اوس د پوځي سامانونو او وسلو لپاره هم زیاته توجه روسیې او چین ته ورکوي او زیاتوي چې په تېرو درو کلونو کې یې له روسیې څخه هېلېکاپټرې اخیستي دي.
د یکشنبې پر سهار په لاهور کې د سپریم کورټ د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب د قصور پر ماشومې د تېري او د هغې د وژنې د قضیې اورېدنه وکړه. جرګګۍ د پاکستان شنونکي شاهد مسعود ته د یکشنبې تر ماخوستنه وخت ورکړی چې د خپلو دعوو ثبوت ورکړي.
که دا معلومه شي نو بیا پولیسو د شاوخوا ۲۰۰ مشکوکه کسانو د وینې نمونې اخیستې دي او د هغوی د ډي اېن اې له معاینې څخه به د ککړ کس شناخت وشي.
موږ خپله اندېښنه د پاکستان حکومت ته رسولې او پر پاکستان ټینګار کوو چې په چټکۍ او بې له شرطه د دفتر تړلو پرېکړه لغوه کړي او د مشال راډیو فعالیتونه بحال کړي.
پراګ - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ژمنه کړې ده چې د شام په عفرین سیمه کې به عملیاتو ته دوام ورکوي. دا سیمه د کردانو تر واک لاندې ده.
عارف خان دا خبر رد کړ چې ګواکې زده کوونکي د اسلامیه کالج په نوم د شخصي تعلیمي ادارې پرنسپل د مذهب د سپکاوي په تور وژلی دی. ده وویل، د پرنسپل د وژنې پر ضد د شبقدر خلکو مظاهره وکړه
دا د غندنې وړ دی او دا بالکل ناسم اقدام دی. داسې باید ونشي. زموږ د ایین ۱۹مه ماده د بیان د ازادۍ په اړه ده چې پکې هر کس ته د خپلې خبرې کولو مکمله اجازه ده.
د پاکستان د اب و هوا یا اقلیم چارو وفاقي وزیر مشاهد الله خان غونډې ته په وینا کې وویل، د اب و هوا بدلون او د تودوښي درجې زیاتېدل یوه نړیواله مسله ده او د نورو هېوادونو په څېر دوی هم هڅه کوي
د کواټ پولیس وايي، په امریکا کې یې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني پر ضد پرچه درج کړې ده.
د یکشنبې پر ورځ په لاهور کې د پاکستان د سپریم کورټ د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ له خپل طرفه یا د سوموټو نوټس پر اساس، پر اته کلنې زینب د تېري او د هغې د وژنې قضیې اورېدنه وکړه.
پولیسو د مسود مور و پلار کراچۍ ته وربللي چې پلټنیزه کمېټي یې د دوشبنې پر ورځ بیان واخلي. د مسود د وژنې په تړاو د سېند حکومت د ملیر اېس اېس پي راو انوار معطله کړی دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، چې د انټرکانټېنېنټل هوټل د تصفیې عملیات روان دي او افغان ځانګړو ځواکونو تر دا مهاله درې منزله تصفیه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې ویلي، پر پاکستان یې د پوځي مرستو له بندولو سره هغه هېواد ته قوي پیغام ورکړی. نوموړې د امریکا غږ له ګرېتا فن سوستېرن سره په مرکه کې ویلي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي، نو ځکه واشنګټن ورته د دې لپاره نور پیسې نشي ورکولای.
اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، د ورېښمو د لار بیا بحالۍ په اړه د چین یو شمېر پروژې له بېلا بېلو سیاسي او مالي خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي. په دې لړ کې په پاکستان کې هم د شاوخوا ۱۴ اربه ډالرو پروژې ځنډېدلې دي.
نور وښیئ