پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
افغان ولسمشر اشرف غني زیارت په ورځ په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډې پر مهال د پاکستان پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره په ټېلېفون خبرې وکړې او له هغه یې غوښتنه کړې چې د هغو ((ترهګرو ضد جدي)) اقدامات وکړي چې په کابل کې یې پر امریکايي پوهنتون وسله وال برید تنظیم کړی.
دا مودي او کانګرس چې خبرې کړې دي، نو هغوی ډېر لري ناست دي او یوازې خبرې دي. ځېنې خلک وايي چې له دې سره به پر بلوڅانو د پاکستان سرکار تشدد زیات شي، نو دا تشدد کله کم شوی وو؟ پاکستان له دې زیات نور څه کولای شي؟
موږ به دېوال نه جوړوو، د دې پر ځای به داسې یو اقتصاد جوړوو چې هر کس چې غواړي یو ښه کار ولري، تر لاسه یې کړای شي. موږ به هغو کډوالو ته د امریکا وګړیتوب ورکولو لار پیدا کړو چې وار له مخه زموږ اقتصاد ته ګټه رسوي او برخوال یې
تر دې مخکې اردغان وویل، کېدای شي بهرني هېوادونه د کودتا په هڅه کې شامل وي، خو ده د کوم مشخص هېواد نوم له اخیستو ډډه وکړه. اردغان دا نظر هم رد کړ چې ګواکې د ترکیې جمهوریت له خطر سره مخامخ دی او دا چې دی د زورواکه کېدو په حال کې دی.
فرانسوي چارواکي وايي، د جولای د ۱۴مې پر شپه خلک د سمندرګي غاړې ته ورغونډ شوي ول او د اتلسمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرانسې انقلاب په مناسبت د اورلوبې تر نندارې وروسته کورونو ته روان ول چې یو کس خپله درنه لارۍ په خلکو وروخېژوله.
ډاکتر محمد تقي زیاتوي، که افغانستان ته پاکستان اور وړی نو د پاکستان لمن ته هغه رسېدلی دی. دغسې مسله د سعودي هم ده. په تېرو ۴۰ کلونو کې سعودي هم په دنیا کې د جهاد د فکر لپاره صرفه، خرچه یې هم کړې ده.
اوباما وویل، د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو دوه اډې چې په جلال اباد او کندهار کې دي، به هم پر ځمکه او هم د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي. کندهار له څو کلونو راهیسې د ناامنیو ښکار دی او د شاوخو دوو کلونو راهیسې په ننګرهار کې
پر دوشنبې په قطیف ښار کې د اهل تشیع له جومات سره نېږدې هم یوه ځانمرګې حمله وشوه، تر دې مخکې سهار وختي په جده کې له امریکايي قونصلګرۍ سره هم ځانمرګی برید شوی وو.
افغانستان طالبانو ته سپین پیغام لري چې د خلکو د سولې غوښتنې پر وړاندې درېدل درته هېڅ ګټه نه رسوي. زموږ ګاونډیو ته یو واضح پیغام دا دی چې تاسې باید له موږ سره ګډ کار وکړئ او د هغې راتلونکې برخه شئ چې موږ یې د عملي کولو لپاره سخت مشکلات ګالو.
جنګ اصلاً د پاکستان استخباراتو او افغان ولس پر وړاندې دی. په پاکستان کې له ولس سره د افغانانو جګړه نه ده. د زړونو په سطح درد نشته. مګر فیزیکي کرښې استعمار کښلې دي او اوس هم ورته دوام ورکوي
کېدای شي ایران دا نیت نه درلود، خو د رېل او سړک په ذریعه د چابهار او افغانستان تړل همدا معنا لري چې لومړی خو پر پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ پوره انحصار کم کړل شي
همداراز، هغه خلک چې په داسې هېوادونو کې اوسي چې پکې لمر نه ډوبېږي او پکې شپږ میاشتې ورځ او شپږ میاشتې شپه وي نو د هغوی لپاره د روژې حکم څه دی؟
په نننۍ خپرونه کې مو د ملاکنډ ځوان هنرمند بلال خان بلال مېلمه کړی. نوموړی د ملاکنډ د تاڼې اوسېدونکی دی او له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې رباب غږوي.
څو ورځې مخکې په کابل کې ځېنو خلکو او فعالانو پر حکومت تور پورې کړ چې د توتاپ په نوم د انرژۍ پروژه په متوازن ډول نه عملي کوي او د دې بېلګه یې دا ورکړه چې له د دې پروژې برېښنا تارونه د بامیان ولایت پر ځای له سالنګه تېروي.
د طالبانو مشر ملا اختر منصور له مرګ سره ((موږ د یوه داسې سازمان مشر لرې کړ چې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو یې د حملو پلانونه جوړول او بریدونه یې کول او د افغانانو پر ضد یې جګړه کوله.))
مصري او یوناني چارواکي وايي، د الوتکې لټون هڅې روانې دي. د ايجېپټ اېیر په نوم د مصري هوايي شرکت الوتکه د پنجشنبې پر سهار وختي له پاریسه، قاهرې ته روانه وه چې له راډاره ورکه شوه.
مصري ملي هوايي شرکت وویل، په الوتکه کې ۵۶ مساپر او ۱۰ د عملې غړي سپاره ول. د شرکت په خبره، دا الوتکه د مصر فضا ته تر داخلېدو لږ ساعت وروسته له راډاره ورکه شوه.
څو ورځې مخکې د برتانیا وزیراعظم ډېوېډ کیمرون د هغه هېواد ملکې اېلېزبېت ۹۰مې کلیزې په غونډه کې وویل، نایجېریا او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې پکې ((زښته زیاته یا بېسارې درغلي)) کېږي.
د هند او پاکستان بهرنیو چارو سېکرټرانو په نوي ډيلي کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس په څنډو کې له یو بل سره ولیدل.
برتانیا مېشته سندرغاړې تانیا وېلز چې له هندۍ او اردو کلاسیکي موسیقۍ سره مینه لري وايي، دا موسیقي یې رغوي نو ځکه غزلونه او صوفیانه اشعار وايي. نوموړې په ځانګړي ډول مشال راډیو ته دا سندره ویلې ده.
نور وښیئ