ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د کراچۍ يو تن د کور پر بام قربانۍ ته غویان ساتلي دي. دا غویان له بامه لاندې څنګه کوزوي؟
د پاکستان په عامو انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټونکی ګوند تحريک انصاف وايي ، مشر عمران خان به یې د اګست پر ۱۸مه سوګند پورته کوي.
عمران خان په انتخاباتو کې د درغليو په اړه وويل چې په دې لړ کې ټولو اپوزشن ګوندونو سره کار کولو ته تيار دي.
د پاکستان اليکشن کميشن رسمي نتيجي ښی چې د عمران خان تحريک انصاف ګوند ټاکني ګټلې دي. د ټاکنو کميشن وايي چې ۹۵ فيصده نتيجي يې ترلاسه کړي دي.
سیاسي شنونکي د بلوچستان سیاست لپاره دا یو ډېر لوی زیان بولي او وايي د دغه ګوندونو د ماتې یا شکست تر شا انتخابي لاسوهنه او په ووټونو کې درغلي هم یو لوی سبب بولي.
د جولای پر ۲۲مه د ډېره اسماعیل په کولاچۍ کې د تحریک انصاف د نوماند اکرام الله ګنډه پور پر ګاډي په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ژوبل شوي دي. چارواکي وايي، ګنډه پور هم په برید کې ژوبل دی او د هغه ډرېور په برید کې وژل شوی.
د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په ټاکنو کې د تحريک انصاف ګوند پر امېدوار اکرام الله ګنډه پور بريد شوی او هغه پکې زخمي شوی دی.
د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د نوموړي پرضد په سپريم جوډيشل کونسل کې یو ريفرنس جمع کړل شوی دی او چیف جسټس ثاقب نثار به د هغه پر ضد د عدالتي کاروايۍ مشري کوي.
ما او دوو نورو ملګور دا پوښتنه وکړه چې یو ګوند دی چې په نښه شوی. دا به څنګه ازاد او شفافه انتخابات وبولو؟ نګران حکومتونه هم بې پرې نه دي. دا به څنګه انتخابات وي چې د یو ګوند پښې لاسونه تړل کېږي
د پاکستان پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف د سياسي ژوند په اړه د ګل اياز ويډيو وګورئ
د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې - نيکټا - د جولايي پر ۱۱مه د هغو پنځو خبریالانو د نومونو فهرست خپور کړی دی کومو ته چې د یادې ادارې په وینا ګواښونه دی.
د پاکستان احتساب ادارې (نیب) چارواکو د جولای پر ۱۳مه، شپې مهال پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته یوړل.
په عین وخت کې د شریف ورور او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف له ګوندي غړو او ملاتړیو سره یو ځای د هوايي ډګر لوري ته لاریون ایستی و.
په بېنامه اکاونټونو کې په ناقانونه توګه د پيسو لېږلو په لړ کې اېف ای اې د ۳۲ کسانو خلاف پلټنې کوي چې پکې د پخواني ولسمشر اصف علی زرداري او د هغه خور فريال تالپور نومونه هم شامل دي.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په خیبر کې هم انتخاباتي کیمپېن روان دی. د پاکستان الېکشن کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه یې د قامي او صوبايي اسمبلیو انتخاباتو ته تیارۍ کړې دي. د قبایلي سیمې خیبر په لواړګي او جمرود کې د نوماندانو کیمپېنرانو خیمې لګولې دي او له خلکو څخه د خپلو امېدوارانو ملاتړ غواړي.
نور وښیئ