ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
مادهو لال حسين چې خپل نوم يې شاه حسين وو، د ۱۵مې پېړۍ وتلی شاعر وو. د نوموړي ۴۳۰م عرس د لاهور په باغبانپور کې تر دريو ورځو پوري جاري وو.
ملالې یوسفزۍ په خپل کور کې یو څه وخت تېر کړی او بیا یې هلته له خپلو ملګرو او د سکول له استاذانو سره هم ليده کاته کړي دي. نور تفصيل د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وايي ، له امریکايي پلاوي سره یې ګټورې خبرې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي د دوي ټولې غوښتني نه دي منل شوې او اوس هم له عدالت لرې - ماورایې عدالت -وژنې روانې دي.
دا په تيرو ۱۱ کلونو کې درېم وار دی چې د وزيراعظم او سپريم کورټ چيف جسټس ترمينځ لیدنې کېږي.
د سوپر ليګ پایلوبه بيګا په کراچۍ نېشنل لوبغالي کې وشوه چې پکې اسلام اباد يونایټېډ د پېښور زلمې ته په درېو وکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان د هلمند ولايت په مرکز لښګرګاه کې د جمعې په ماښام په داسې حال کې چاودنه وشوه چې ډېر خلک د غېږ نیولو «کُشتي» د یوې سيالۍ لیدو ته په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې را یو ځای شوي وو.
نن د کرکټ نړيوال جام لپاره کواليفينګ پړاو کې افغانستان ائيرلېنډ ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۹ز کال کرکټ نړيوال کپ کې به برخه اخلي.
د پاکستان د ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې پوځي پریډ وشو چې ځانګړی مېلمه یې د سریلانکا ولسمشر مایتریپالا سېرېسینا وو.
شاوخوا ۳۰ کاله پخوا د عراق د کردستان په حلبجه ښار کې د هغه وخت واکمن صدام حسین په حکم الوتکو د زهرجن ګیس برید وکړ چې پکې زرګونه کسان ووژل او ژوبل شول. په اغېزمنو کې درې میاشتنی زمناکو محمد احمد هم وو. د مشال راډیو د ملټي میډیا څانګې سټووارټ ګریر د احمد کیسه غونډه کړې.
د مارچ په ۸مه د ښځو نړيوالې ورځې د لمانځلو په لړ کې په ګرده نړۍ کې ښځو لاريونونه کړي. د پاکستان افغانستان په ګډون د نړۍ لویو لويو ښارونو کې په سلګونو زرو ښځو دا ورځ لماځلې.
د پاکستان لاهور ښار په يو وخت کې د مغلو سلطنت کې پایه تخت اوسېدلی وو، او هغوی پکې ډېري زياتي وداني جوړي کړي وي. په دغه کې ځينې وداني ۵۰۰ کاله زړې دي خو اوس له خطر سره مخامخې دي
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي دوی نه غواړي د سېنېټ چيرمين د مسلم ليګ نون ډلي منتخب کړل شي ځکه چې هغه ګوند به داسي قانون سازي وکړي چې د نواز شريف درغلي پټه کړي.
په بیان کې د جماعت الاحرار ډلې د مشر عبدالولي او د لشکر اسلام وسله والې ډلې د مشر منګل باغ په اړه د معلوماتو په بدل کې تر درو، درو میلیونه ډالره پورې انعام ایښودل شوی دی.
د پوليسو مشر د زیارت یا پنجشنبې پر ماښام وویل، د اپرېدي د نيولو په اړه به نور معلومات له اماراتو سره د اسنادو تر تبادلې وروسته په ډاګه کړي.
د سېنېټ انتخاباتو کې مسلم ليګ نون تر ټولو زيات ۱۵ سېنېټران منتخب شوي دي. پيپلز ګوند ۱۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
نور وښیئ