ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پاکستان ستره محکمه له دوشنبې ورځې نه یو وارې بیا د پاناما دوسیې اورېدنه پیلوي. تر دې وړاندې د جولای په لسمه نېټه د پلټنو لپاره جوړې شوې ګډې پلټنيزې ډلې (جی آيي ټي) خپل راپور په سپريم کورټ کې جمع کړی و چې پکې د وزیراعظم او د هغه د کورنۍ ژوند او د ګټې وټې یا امدن سرچینې تر پوښتنې لاندې راوستې وې.
د خېبرپښتونخوا حکومت د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د ساتنې لپاره د خصوصي ځواک د جوړولو پرېکړه کړې ده چې د خلکو د استخدمولو پروسه به له راتلونکې میاشتې نه پیل شي.
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د تېرې جمعې په ورځ پاړه چینار ته د سفر پرمهال اعلان وکړ چې د پاړه چینار ښار به په « خوندي ښار» بدل کړل شي.
د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاڼه چینار کې د احتجاج کونکو پر غوښتنې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جمعې په ورځ هغې سيمې ته ورغلی او له ځايي مشرانو سره یې لیده کاته کړي دي. د کرمې ځايي مشرانو د پوځ مشر ته ۱۲غوښتني وړاندي کړې وې په کومو کې چې نوموړي یو شمېر منلې دي.
د امريکا په کانګرس کې د رپبلکن ګوند غړي ټيډ پوو او د ډيموکراټ ګوند غړي ريک نولان يو بل وړاندې کړی دی چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جنګ کې دوه مخيزه پالېسي خپله کړي ده.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پوځي عمليات له کلونو راهېسي روان دي چې پکې سږ کال د رد الفساد په توم عمايات پيل شول او د جون په ۱۵مه د ضرب عضب عملياتو دري کاله پوره شول.
په برتانیا کې د کرکټ د لویو اتو لوبډلو ترمنځ چېمپینز ټرافي په نوم سیالۍ پیل شوی دی. دا سیالۍ به د جون تر ۱۸مې روانې وي چې پکې ټولې ۱۵ یو ورځنۍ لوبې کېږي.
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف سږکال د مارچ په مياشت کې د سختدرېځۍ پرضد د متبادلې مفکوري رامنځ ته کولو غږ کړی و.
په چين کې د « یوه سیمه ـ یو ه لاره » په نوم سرمشریزه دوام لري چې پکې د منځني اسیا، اروپايي او افریقايي هیوادونو ۲۹ مشران ګډون کوي.
د هندي فلمونو وتلی اداکار وينود کنه په ۱۹۴۶م کال د اکتوبر په شپږمه نېټه په پېښور کې زيږېدلی وو.
د پاکستان سپریم کورټ د اپرېل پر ۲۰مه د پاناما اسنادو پرېکړه واوروله او د لا پلټنو لپاره یې د یوې ګډې پلټونکې ډلې جوړولو امر وکړ. له ۲۰۱۶ز کال راهیسې په پاناما اسنادو کې د پاکستان وزیراعظم د کورنۍ غړو تورنېدو او د هغه هېواد سیاسي ګوندونو د دریځونو په اړه دا ویډیو وګورئ.
په دې اسنادو کې د پاکستان وزيراعظم نواز شریف بچیانو نومونه هم ول چې په بهر هېوادونو [اف شور] کې یې اته کمپنياني لري.
له خيبره د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپرېدی وايي چې د اپريل پر ۱۰مه نيټه د اسمبلۍ غونډې لپاره ستراتیژي جوړه کړل شوې ده.
د پاکستان ملتپاله ګوندونه وايي د قبايلي سیمو اصلاحاتو په اړه د کابينې اعلان او فيصلې مبهمې بللې او دوی يې اندېښمن کړي دي.
د پاکستاني وزيراعظم بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د خالي پر ورځ په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې وزیراعظم نوازشريف له امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په لومړيو ټيليفوني خبرو کې د افغانستان پر حالاتو ، ترهګرۍ ضد جګړې او تجارت ته د وده ورکولو پر موضوعاتو ګټه ورې خبرې کړې وې.
د پاکستان شماریاتو ادارې کې د سرشمېرنې کمېشنر حبیب الله خټک وايي، د مارچ په پنځلسمه نېټه کېدونکې سرشمېرنې پر وخت چې پښتانه په کومه صوبه کې وي، نوهم هلته به شمېرل کېږي.
نور وښیئ