د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال لیو بېن وویل، غونډې ته یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون له ۲۰ څخه د زیاتو حکومتونو مشران وربللي دي.
بل پلو د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم له زېلېنسکي او اروپايي مشرانو سره تر ټیلېفوني خبرو وروسته په ټروت سوشل لیکلي دي چې که د اګست پر ۱۸مه د هغه او زېلېنسکي ترمینځ خبرې ښې پرمخ ولاړې نو بیا به د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره هم د یو ملاقات مهالوېش جوړ کړي.
ټرمپ او پوتین دواړو په خپلو نږدې درې دقیقې خبرو کې هېڅ وضاخت ورنه کړ چې په کومو خبرو کې سره موافقې ته رسېدلي دي او کومې نقطې داسې وې چې پرې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.
نور وښیئ