د روسیې دفاع وزارت د اوکراین په ختیز دونېڅک سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نېږدې د دوو نورو مېشتځایونو د واک ترلاسه کولو دعوه کړې ده.
وزارت دا خبره د اګست پر ۲۳مه پر داسې مهال کړې ده چې روسیو ځواکونو د جمعې او خالي (شنبې) ترمینځ شپې مهال پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بل لوی برید وکړ.
د دفاع وزارت ویلي، د تورېڅک ښار په شمال لویدیز کې یې د کلېبان – بېګ او د شمال ختیز خارکیف پولې ته نېږدې یې د سېرېدنې کلي نیولي دي.
د دفاع وزارت تر دې یوه ورځ مخکې هم په دونېڅک سیمه کې د خپل ورو پرمختګ په دوام کې د درې کلیو د نیولو دعوه کړې وه.
د روسیې دعوې په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای او اوکرایني پوځ دا نه ده منلې چې کوم کلي یې له لاسه وتلي دي. البته پوځ دا ویلي دي چې له کوستیانتېنیفکا وړوکي ښار سره نېږدې کیترېنیفکا له هغو یوشمېر کلیو یو دی چې روسیو ځواکونو ورباندې حملې کړې دي.
د اوکراین هور یا اېچ یو ار پوځي استخباراتي ادارې ویلي، له پوځي ټولیو سره ګډ عملیات کوي چې په دونېڅک کې د روسیې پرمختګ او داراز یې دنیپروپېروفسک ته د داخلېدو هڅې شنډې کړي.
په همدې حال کې اوکرایني پوځ د دنېپروپېروفسک سیمې په غربي څنډه کې د یو مېشتځي د نیولو دعوه کړې ده.
اوکراینیو پوځي چارواکو د اګست پر ۲۳مه وویل، ځواکونو یې د روسیو سرتېرو پرمختګ درولی دی او په دونېڅک سیمه کې یې د زیلېني ګای په نوم کلی بیا نیولی دی. روسیې په جولای کې د هغه کلي د نیولو اعلان کړی وو.
د اوکرایني پوځ دعوه هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدای.
البته روسیې په وروستیو کې په ختیز دونباس سیمه کې، چې دونېڅک او لوهانسک یې برخې دي، د هغو ځایونو د واک ترلاسه کولو ته توجه ورکړې چې لا یې نه دي نیولې.
مسکو په بیا بیا ټینګار کوي چې اوکراین دې له هغې سیمې لاس واخلي چې روسیو ځواکونو نیولې ده او په عین وخت کې یې په دوو هغو سیمو کې هم د لومړۍ کرښې د انجماد یا د ثابت ساتلو وړاندیز کړی دی چې مسکو یې د ملکیت دعوه کوي.
خو کییف ټینګار کوي چې د خپلې خاورې له هېڅ برخې نه تېرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي د روسیې او اوکراین ترمینځ جګړه ختمه او سوله وکړي.
خو روسیې د اګست ۱۹مې له شپې راهیسې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخې حملې کړې دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې، لسګونه ودانۍ ړنګې شوې دي او بېخبنا (انفراسټرکچر) زیانمنه شوې ده.
خو مسکو په بیا بیا وايي، ولسي وګړي او ولسي زېربنا ( انفراسټرکچر) نه په نخښه کوي.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.