د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سېپټمبر پر ۱۴مه پر ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره شپه خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار ته ټلیفون کړی وو.
د سېپټېمبر پر ۱۱مه د عمران خان له رسمي اېکس (پخواني ټوېټر) اېکاونټ نه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې افغانان له لسيزو راهیسې په پاکستان کې اوسيږي او په زور شړل یی د افسوس وړ خبره ده.
د اسلام اباد د پولیسو ویاند سیف الله خان دا تایید کړه چې مړي د عیسوي مذهبو کسانو دي خو مشال راډیو ته یې د دغو کسانو نومونه ونه ښوول او نه یې هم نور جزیات ورکړل.
د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې دا تفاهم لیکونه د پاکستان او امریکا ترمینځ دوامداره دوه اړخیزې اړیکې لا نورې پیاوړې کوي.
د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي ادارې له خوا د سېپټتمبر پر شپږمه ناوخته په یو خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه په هېواد کې ۹۰۷ کسان وژل شوي او لرترلږه ۱۰۴۴ نور ټپیان دي.
د اګست پر ۲۹مه سېلاب د پنجاب د مرکز او د ابادۍ له پلوه د پاکستان د دویم لوی ښار لاهور څنډې اغېزمنې کړې او د ښار په چونګ کې یې یوه رهایشي سیمه د ډوبېدو له ګواښ سره مخامخ کړه.
یادې ادارې د اګست پر ۳۰مه پر خپلې ووبپاڼې لیکلي دي چې په روانه میاشت کې په پاکستان کې له باران سره تړلو پېښو او سېلابونو کې ټول ۵۳۶ کسان وژل شوي او ۴۲۱ نور ژوبل دی.
شهباز شريف د اګست پر ۳۰مه پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي دي چې هغه د چين په تاريخي سفر روان شوی دی.
نور وښیئ