د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ په اسیا جام کې نن بنګلادېش او سریلنکا لوبه لري

تازه شو

د پاکستان او عمان ترمینځ د سېپټېمبر په ۱۲مه لوبه وشوه.
د پاکستان او عمان ترمینځ د سېپټېمبر په ۱۲مه لوبه وشوه.

د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو په لړ کې بنګلادېش او سريلنکا لوبه لري.

د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، د سېپټېمبر پر ۱۳مه یې پینځمه لوبه د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر په ۱۲مه پاکستان عمان ته په ۹۳ منډو ماتې ورکړه. پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان ۱۶۰ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د عمان ټوله لوبډله په ۱۷م اور کې په ۶۷ منډو وسوځېده.

تر هغې وړاندې په ترسره شویو درو لوبو کې بنګلا دېش هانګ کانګ، هند متحده عربي اماراتو او افغانستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا جام په سږنیو لوبو کې اته هېوادونه په دوو ګروپونو کې لوبېږي. په الف ګروپ کې متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان او په بې ګروپ کې بنګلادېش، سريلانکا، هانګ کانګ او افغانستان لوبېږي.

د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اووره لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیل شوې، پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.

د اسیا جام له پیلېدو وړاندې افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درو هېوادونو ترمینځ د کرکټ په ۲۰ اووره لوبو کې برخه اخیستې وه. هغه لوبې چې په شارجه لوبغالي کې ترسره شوې د پاکستان په بریا پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG