د خیبر ایجنسۍ لرې پرته سیمه تیرا میدان د حکومت پلوه انصارالاسلام وسلوالې ډلې تر واک لاندې سیمه ده، چې اوس پرې تحریک طالبان پاکستان یرغل کړی دی، او نښتې په کې دوام لري.
انصارالاسلام ډله دلته بله وسلواله ډله نه پرېږدي،او له تیرې اوږدې مودې راهیسې په کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد مزاحمت کوي.
د انصارالاسلام ډلې مشري قاضی محبوب الحق کوي.
په تیرا میدان کې سکولونه او بازارونه خلاص دي، او ورځنی ژوند په کې روان دي.
دخیبر تیرا میدان

۱
خیبر: کیڼ اړخ ته د انصارالاسلام مشر، قاضي محبوب الحق، او په مینځ کې مفتي عزت الله ناست دي

۲
خیبر: د تیرا میدان

۳
خیبر: د تیرا میدان د یوه ښوونځي ماشومان

۴
خیبر: د تیرا میدان د یوه ښوونځي زدکوونکي