شنونکي وايي پیر محمد کاروان پښتو شعر ته یو نوی انداز وربخښلی دی
پیرمحمد کاروان وايي شاعري د خدای لورینه ده او هغه خوشاله دی چې خدای پرې دا پېززوینه کړې ده. نوموړي د سېپټېمبر په ۱۰مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، له ماشومتوبه په سندرو، موسیقۍ، د ښاپېریو په خیالي کیسو او ټپو مین وو. نوموړی وايي شعر ورته د معشوق او پیر حیثیت لري. د پښتو ژبې د شعر کره کتونکي د کاروان شاعري د اوبو او ورېښمو غوندې پسته او ملایمه ګڼي. پیرمحمد کاروان د اوس مهالو پښتنو شاعرانو په مینځ کې یو له هغو دی چې تر ټولو زیات لوستل کېږي. مشال راډیو له پیرمحمد کاروان سره تفصیلي مرکه کړې ده.