د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: ديني عالمانو ځانمرګي بريدونه ناروا وګرځول


غونډې د افغانستان له دولته غوښتنه وکړه چې په هېواد کې دې د ديني مدرسو شمير زيات کړي چې افغانان د دينې زده کړو لپاره نورو هيوادونو ته ولاړ نه شي


د لغمان او نورستانو ولايتونو په سلګونه ديني علماوو،قومي مشرانو او جهادي قوماندانانو په افغانستان کې د روانې جګړې او ورور وژنې د مخنيوي په خاطر يوه غونډه وکړه. او روانه جګړه يې په کلکه وغندله او د افغانستان د اسلامې دولت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړو.


د ديني عالمانو دغه غونډه د يکشنې په ورځ د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې جوړه شوې وه، چې د دغه ولايت د ټولو ولسواليو پر عالمانو سربيره په کې د نورستان ولايت څخه هم ديني عالمانو، قومي مشرانو او جهادي قوماندانو برخه اخيستې وه اوګردو يې روانه جګړه او ورور وژنه په سختو ټکو وغندله او د افغانستان له اسلامی دولت څخه يې ملاتړ اعلان کړو.
د لغمان ولايت د حج او اوقافو ريس سيد نجيب الله هاشمي د غونډې په اړه خبريالانو ته وويل:

(( د دې محفل او مجلس غوښتنه او اساسي مقصد دا و چې له يوې خوانه د مسلمانو د عزت او فضيليتونو مياشت رمضان راغی او چې په هغې کې د قتل او قتال نه ټولې ډلې لاس واخلي، چې د عالمانو ډيره جدي غوښتنه وه. د ورور وژنې او امنيت اخلالولو په ارتباط علماوو مشخصې غوښتنې لرلې چې هغه واوريدل شوې، انشا الله زموږ مشران به پرې اقدام کوي.))

غونډې ته د لغمان او نورستانو ولايتونو بيلابيلو عالمانو وينا واورولې چې په يوه پريکړه ليک کې راټولې شوې او د لغمان د ولايتي شورا استازي قاري رفيع الله ولوستې چې په يوه برخه کې يې راغلي وو.

(( - موږ ټول ديني علماء او قومي مشران د افغانستان د اسلامي حکومت د سولې او پخلاينې له پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوو.
- موږ ټول ګډونوال په هيواد کې د ملي يو والي، تلپاتې سولې او ملي حاکيميت د ټينګښت په موخه د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د خپلو امنيتي ارګانونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوو.
- موږ د افغانستان په داخلي چارو کې د ګاونډيو هيوادونو هر ډول لاسوهنه په کلکه غندو.
- موږ ديني علماء په ډاګه اعلان کوو چې ځان وژنه ديني سيبغه نه لري.ځکه نو په دې اړوند د کابل او بلخ ولايتونو د علماوو د وروستنيو پريکړو څخه ملاتړ کوو.
- ترهه ګري او د بې ګنا خلکو وژنه او په ټولنه کې د وحشت فضا رامنځتنه کول ي، ناروا عمل دی او د دغه ډول کړنو عاملين په اخرت کې د جهنم وړ بولو.))

په پريکړه ليک کې د افغانسان له دولت څخه غوښتنه شوې وه چې په افغانستان کې دې د ديني مدرسو شمير زيات کړي چې افغانان دې ته مجبوره نه شي چې د دينې زده کړو لپاره خپل اولادونه نورو هيوادونو ته وليږي.
XS
SM
MD
LG