د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې مېشت افغان محصلین د مهاجرت کارډونو د تمدید غوښتنه کوي


افغان محصلین پېښور پرېس کلب کې خبري غونډه لري - د اګست ۱۹مې انځور
افغان محصلین پېښور پرېس کلب کې خبري غونډه لري - د اګست ۱۹مې انځور

په خیبر پښتونخوا کې افغان محصلین د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی د مهاجرت کارډونو (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) موده دې تر پینځو کلونو پورې وغځول شي.

افغان محصلینو د اګست پر ۱۹مه په پېښور پرېس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د پاکستان د حکومت تازه پرېکړې چې د پي او ار کارډلرونکي افغانان خپل هېواد ته لېږي، دوی سخت پرېشانه کړي دي.

د افغان محصلینو د ټولنې مشر نقیب الله ایوبي له خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، "موږ دلته په کالجونو او پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت یو، زموږ تعلیمي موده پاتې ده نو په داسې کې څنګه خپل تعلیم نیمګړی پرېږدو او افغانستان ته لاړ شو."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست پر څلورمه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي وو چې د سېپټېمبر له پیله د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ رسماً پیلوي.

په خبرتیا کې دا هم ویل شوي وو چې د پرېکړې له مخې د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو پخپله خوښه د ستنېدو لړۍ فوري پیلېږي خو د روان کال د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به په رسمي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.

زهرا هم یوه افغانه ده چې په افغانستان کې ترې لوړې زده کړې د طالبانو د بندیزونو له وجې نیمګړې پاتې شوي او د زده کړو لپاره پېښور ته تللې ده. هغې د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د هغې د وېزې موده پوره شوې ده او هغه سخته اندېښمنه ده ځکه چې که افغانستان ته په زوره ولېږدول شوه نو له ډېرو کړاوونو سره به مخامخ شي.

تر دې وړاندې د پاکستان په اسلام اباد کې پر لوړو زده کړو بوخت افغان محصلینو هم د پاکستان د حکومت د دغې پرېکړې په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړې وه. هغوی د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې څخه د پي او ار کارډ لرونکو د ایستلو په اړه حکومتي پرېکړې اندېښمن کړي دي او خپل برخلیک ته حیران دي.

د پاکستان حکومت لا د افغان محصلینو د ستونزو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی چې افغان محصلینو ته یې په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو موقع برابره کړې ده او تعلیمي بورسونه (سکالرشېپونه) هم ورکوي. د پاکستان حکومت داراز ټینګار کوي چې د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.

XS
SM
MD
LG