کابل کې هنرسالار ټولنې ځوانانو دې وروستيوو کې د افغان ځواکونو د سرتېرو انځورونه هم جوړ کړي دي او په کابل کې د يوې ډلې خلکو له خوا په کاڼو وژل شوې، فرخندې تصويرونه هم. دوی د عدم تشدد مبارزې د رواجولو لپاره د مهاتماګاندي او باچاخان انځورونه هم د کابل د کوڅو په ديوالونو جوړ کړي دي.
د هنرسالار ټولنې مبارزه په انځورونو کې
کابل کې هنرسالار ټولنه په څو ځوانانو مشتمله ده. دوی کوشش کوي چې د روان حالت په اړه په خلکو کې عامه پوهاوی زيات کړي او خلک د عدم تشدد مبازې خپلولو ته وهڅوي.

۹
فرخنده: په کابل کې هنرسالار ټولنه پر ديوالونه د انځورونو له لارې په خلکو کې د روانو حالاتو په اړه عامه پوهاوی زياتوي او د خلکو تر منځ د کرکې ختمولو کوشش کوي.

۱۰
اتلان: په کابل کې هنرسالار ټولنه پر ديوالونه د انځورونو له لارې د "اصلي افغان اتلانو" په ګوته کولو لپاره کار کوي.