د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا لکي مروتو کې یو کوچنی ماشوم ګوزڼ وهلی دی


په اسلام اباد کې یو روغتیايي کارکوونکی په ښوونځي کې یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.
په اسلام اباد کې یو روغتیايي کارکوونکی په ښوونځي کې یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په خیبر پښتونخوا کې یو شاوخوا نیم کلن ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د اګست پر شپږمه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې د یو ماشوم د وینې په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۹ ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۲، په سیند کې پینځه او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

ادارې په بیان کې ویلي، د پولیو د پېښو دوامداره ثبتېدل په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې ماشومانو ته د لوی ګواښ ښکارندويي کوي چې پکې د واکسین کولو کچ کم دی. اداره وايي، خلک باید پوه شي چې له ګوزڼه د هر ماشوم ساتنې لپاره تکراري واکسین ته اړتیا ده ځکه چې په وجود کې د وایرس پر وړاندې مقاومت (مدافعت) د څو خوراکه واکسین پر بنسټ جوړېږي.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، هر ناواکسین شوی ماشوم له خطر سره مخامخ دی او ښايي نورو خلکو ته د وایرس د لېږد لامل هم شي.

په پاکستان کې د ګوزڼ تازه پېښې پر داسې مهال ثبت شوې دي چې حکومت سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ درې واکسیني کیمپېنونه ترسره کړي دي او د پولیو مخنیوي ادارې په وینا، د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې پورې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پرتو یوشمېر سیمو کې واکسیني کیمپېن وشو. تر دې وروسته د جولای پر ۲۸مه د بلوچستان په ۱۲۳ سیمو کې اته ورځنی واکسیني کیمپېن وشو.

په همدې حال کې په افغانستان کې هم د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۴مې پورې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن ترسره شو.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې. د پولیو مخنیوي اداره وايي، تېر کال یې د ګوزڼ ټولې ۷۴ پېښې ثبت کړې وې. تر دې مخکې، په ۲۰۲۳ز کال کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG