'په غم کې مستانه اوسه جانانه'
په کوټه کې د نفسیاتي ډاکټراتو په نړیوال کنفرنس کې د نفسیاتو ماهرانو وویل چې په سیمه کې د نا-امنۍ او بې روزګارۍ له وجې د ذهني ناروغانو په شمېر کې هرکال زیاتوالی راځي. که په پاکستان او افغانستان کې امنیت ټینګ شي او د خلکو اقتصادي وضع ښه شي نو امکان دی، چې د نفسیاتي ناروغانو کچه ټیټه شي. په دغه کنفرنس کې د افغانستان او د نړۍ له نورو سیمو د نفسیاتو ماهران ګډون کوي. د ایوب ترین ویډيو راپور په دغه غونډه کې ډاکټرانو دا هم وویل چې په سیمه کې د نفسیاتي ډاکټرانو سخت کمی دې.