کوټه اتم اګست پېښه: د سپریم کورټ پر راپور عمل غواړو
عوامي نېشنل ګوند په یوه لاریون کې د کوټې په لوی روغتون کې د اتم اګست پېښې په اړه د پاکستان سپریم کورټ د کمېشن پر راپورټ د زغرده عمل کولو غوښتنه وکړه. دوی وویل په راپور کې چې د سپریم کورټ جج قاضي فایز هرڅوک تورن ګرځولی دی هغه باید ونیول شي او سزا ورته ورکړل شي. د کوټې په لوی سرکاري روغتون کې د ۲۰۱۶م کال د اتم اګست په ځانمرګي برید کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي ول چې ډېری یې وکیلان ول. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین ویډيو راپور