د پنجاب پوليسو د يوې نوې ويډيو په خپرولو سره له خلکو غوښتې چې د هغه کس نيولو لپاره ورسره معلومات شريک کړي چې د دوی په وېنا کېدای شي پر اوه کلنې زېنب انصاري جنسي تېري او وژنې کې لاس ولري.
پوليسو د څارونکو کېمرو ويډيو د خالي پر ورځ خپره کړه. په دې ويډيو کې د وړې تورې ږيرې والا يو سړی ښکاري چې نصواري جمپر يې اغوستی او د ژمي خولۍ يې پر سر ده. نوموړی د زېنب د کور په کوڅه کې ګرځي راګرځي.
زېنب انصاري د پنجاب په قصور کې د جنورۍ په څلورمه تښتول شوې وه چې څلور ورځې وروسته يې مړی وموندل شو. پوليسو ويلي چې پر هغې جنسي تېری شوی وو.
تر دې وروسته خلکو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته يې وغوښتل چې په دې پېښه کې ککړو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.