د لاسرسي ځای

تازه خبر

افراسیاب خټک: د اسلام اباد تګلارې وفاق او هېواد دواړو ته تاوان رسوي


افراسیاب خټک: د اسلام اباد تګلارې وفاق او هېواد دواړو ته تاوان رسوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:59 0:00

د سیاسي او سیمه ییزو چارو پوه افراسیاب خټک وايي، اوسمهال په پنجاب او اسلام اباد کې د پاکستان د جوړېدو ۷۹مې کلیزې جشنونه روان دي، خو د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې عملیات دوام لري. نوموړي د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، د اسلام اباد تګلارې د هېواد په تاوان دي. دی البته ټینګار کوي چې پښتانه باید له خپلې سوله ییزې مبارزې په شا نه شي ځکه په وینا یې، "ټوپک تل پښتون ته تاوان" رسولی دی. له نوموړي سره مو په مرکه کې پوښتلي چې پر داسې مهال چې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې عملیات روان دي او یو منتخب حکومت د هېواد د جوړېدو جشنونه لمانځي نو دا کار وفاق ته څومره زیان رسولی شي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب په مرکه کې واورئ.

XS
SM
MD
LG