د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنایي په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلاف پرضد د حوثیانو د ملاتړ ژمنه کړې.
دغه ایتلاف له تېرو څلورو کالونو راهیسې د یمن د پرزول شوي حکومت د بیا پر ځای کولو لپاره د حوثي یاغیانو سره جګړه کوي.
په سرکاري ټېلېویژن په خپله وینا کې خامنایي په یمني ولس د جګړې د ختمولو لپاره د خپلمنځي خبرو غږ هم وکړ.
په یمن کې په روانه جګړه کې په لسګونو زرو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه هېواد د قحط له خطر سره مخامخ شوی.
خامنایي په سعودي عرب د یمن د وېشلو د منصوبې جوړولو تور ولګولو او زیاته یې کړه چې باید د یو متحده او خودمختاره یمن ملاتړ وشي.
د ایران ملاتړ لرونکي حوثیان د یمن پلازمینه صنعا او د دې ناداره هېواد زیاتره ابادي لرونکېو سیمو کنټرول لري.
د ایران دودیز سیال سعودي عرب او متحده عرب امارات په یمن کې له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د ولسمشر عابد ربو منصور هادي د حکومت لپاره د حوثیانو پروړاندې جنګېږي.
په تېر جون میاشت کې متحده عرب اماراتو له یمنه خپل زیاتره سرتېري واېستل.